۱۴ ثور ۱۳۹۵
کابل: ولسمشر د می په دريمه د ازادو رسنيو د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل حکم کې نادر نادري په افغانستان کې د «بیان ازادۍ څخه د ملاتړ سفير» وټاکه.
د جمهوري رياست دفتر په خپله خبرپاڼه کې د ولسمشر بيانيه د ازادو رسنيو د نړيوالې ورځې په مناسبت خپور کړی دی.
ولسمشر ويلي دي: « له هغه ځايه چې د افغانستان اسلامي جمهوريت د مطبوعاتو ازادۍ څخه ملاتړ کړی دی او اساسي قانون او د رسنيو قانون، د بيان ازادي او د ازادو رسنيو فعاليت تضمين کړی دی، مونږ د بيان ازادۍ او ازادو رسنيو د فعاليت د اهميت په درک سره له دغه لوی ازرښت څخه ساتنه او د قانون په چارچوب کې له هغه ملاتړ کوو.
د ولسمشر محمد اشرف اغني په وينا د ازادو رسنيو وده او د بيان ازادي بنسټيزه کېدل د حکومت، رسنيو کارکوونکو او خلکو همکارۍ ته اړتيا لري.
ولسمشر زياته کړې ده: «د افتخار ځای دی چې ناسمو امنيتي شرايطو په حال د تازه راپورونو په اساس د ازادو مطبوعاتو د درجه بندۍ په باره کې شوې د سيمو د هيوادونو په پرتله افغانستان په غوره ځای کې قرار لري. او د راپور ورکوونکو له لوري له مرز پرته د خبر رسونې د ازادۍ د قهرمان مډال د افغانستان يوې رسنۍ ته ورکړل شو. مګر د هغه په باور دغه وضعيت کافي ندی د ټولنيزې رسنۍ بايد په معياري او مسلکي کارونو سره دوه برابره کوښښ وکړي تر څو د افغانستان ځای لوړې مرحلې ته ورسوي.
ولسمشر د خپلې بيانيې په بله برخه کې دې ته اشاره کړې ده د هغه ژمنې په اساس چې د انتخاباتو په جريان کې مې د رسنيو له خاوندانو او خلکو سره کړي دي، له رسنيو د ملاتړ او د بيان ازادۍ په بنسټيزه کېدو په لاره کې ارزښت لرونکي ګامونه اخيستي دي. اطلاعاتو د لاسرسي قانون توشيح، د خصوصي رسنيو د تګلارې د مقررې جوړول، د رسنيو اوخبريالانو د خونديتوب اوامنيت د طرزالعمل جوړول او دخبريالانو د پېښو بررسي د هغه اقداماتو له ډلې دي چې ترسره شوي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني په عين حال کې واضحه کړې ده چې د افغانستان دولت د رسنيو له رهبرانو څخه انتظار لري تر څو له خبريالانو د ملاتړ په منظور د خصوصي رسنيو د تګلارې د مقررې په اجرا کې ګامونه واخلي.
ولسمشر د نوي افغانستان کې د ديموکراسۍ د اصليو پايو په عنوان پر ازادو رسنيو باندې په تاکيد سره ويلي دي هغه خبريالان چې د سختيو او خطرونو په تحمل کولو سره څېړنيز متوازن او موثق راپورونه جوړوي. د يموکراسي په بنسټيز کولو کې ګټور رول لري، په دې اساس حکومتي ادارې مکلفې دي تر څو د څېړنيزو راپورونو په اجراکېدلو کې لازم اقدامات ترسره کړي.
محمد اشرف غني په اخيره کې د خبررسونې او ازادۍ په لاره کې د شهيدانو روح ته په دعا سره د خبريالانو له خلاق او زړور کار څخه ستاينه کړې ده او ويلي دي چې د ازادو رسنيو څخه د ملاتړ او تقويت په منظور يې نادر نادري د خپل او د افغانستان لومړنۍ ميرمنې له اړخه د «بيان ازادۍ څخه د ملاتړ سفير» وټاکه.
نادر نادري دمدني او حقوق بشر د فعاليتونو په ترسره کولو کې يو پېژندل شوې څېره ده، نادر نادري مخکې له دې د افغانستان د حقوق بشر د مستقل کميسيون د کمشنر او وياند، د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ رئيس، او دافغانستان د نظارت اوارزيابۍ د رئيس په توګه کار کړی دی.

