په افغانستان کې د ارواپوهنې لومړنۍ مجله چاپ شوه

۲۲ دلو ۱۳۹۴

کابل: د افغانستان لپاره د اراواپوهنې لومړنۍ مياشتنۍ خپرونه په رسمي ډول باندې له هيواد له مطبوعاتو سره يو ځای شوه.

ددغې خپرونې لومړۍ ګڼه نن ورځ په کابل کې د (افغان جرمن بين المللي روغتون) کې د مراسمو په ترڅ کې پرانستل شوه.

شرف الدين عظيمي، د پوهنتون استاد او د ارواپوهنې د مياشتنۍ مجلې د اميتاز خاوند پژواک ته ويلي دي چې دغه مجله د افغانستان د رواني مسايلو د بررسۍ په هدف چاپ شوه.

د هغه په وينا، د افغانستان د خلکو يوه بدمرغي د خپلو رواني حالاتو په نظر کې نه نيول دي.

ددغې مياشتنۍ مجلې په لومړي مخ کې، د رواني مطالعاتو په اړه مطلب ليکل شوی دی او په هغه کې راغلي دي چې ژور خفګان، روان فشار، اضطراب او نورې رواني ګډوډۍ په جنګ کې د راښکېلو  خلکو د مهمو ځانګړنو څخه شمېرل کېږي.

ددغه مطلب په دوام کې، د رواني ناروغيو څخه په هيواد کې د يو جدي معضل په توګه ياده شوې ده او ويل شوي دي چې د څو لسيزو جنګونو، مهاجرتونو، په کورني ژوند کې ګډوډۍ، نشه يې توکي، زوړ او غير معياري درسي نصاب، تخريبي کلتوري تبليغات، د معاصر او اکاډميکو منابعو نشتون، په دغو ناروغيو باندې د خلکو د اخته کېدو ميزان پورته وړی دی.

د ارواپوهنې يو استاد عبدالمنان حقيار وويل چې د افغانستان حکومت او ارواپوهان ددغو ناروغيو په رسنيز خبر کې ناغيړي کړې ده.

د هغه په وينا، د انسان دبدن د دردونو عمده برخه له رواني تکليفونو څخه ناخبرتيا ده او همدا ډول ارواپوهنه ډېره با ارزښته ده او په دې برخه کې بايد په جديت سره کار وشي.

د ارواپوهنې ددغې مياشتنۍ د مسؤلانو په وينا، دغه مياشتنۍ په دري او پښتو ژبو او څلور رنګه صفحو په زر ټوکه کې خپره شوې ده او په وړيا ډول به د روغتونونو، ارواپوهنې محصلينو او د ارواپوهنې علاقمندانو ته ورسيږي.