د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې بېړنۍ ناسته ترسره شوه

د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې بېړنۍ ناسته ترسره شوه

۱۳۹۷ د غویي ۱۱

کابل - د خبریالانو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډکو وروستیو پېښو په پایله کې، د حکومت او رسنیو ګډې کمېټې په یوه بېړنۍ ناسته کې د قرباني شویو خبریالانو سره د مرستو او همکاریو لارې چارې وارزولې.

د ملي امنیت د مشاوريت دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ناسته تېره ورځ ماښام د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر په مشرۍ په ارګ کې ترسره شوې ده.

د پژواک د راپور له مخې، په دې ناسته کې ګډون والو لومړی په کابل، او کندهار کې د تېرې اونۍ پېښو کې د قربانیو روح ته، چې په کې ۱۱ تنه خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، دعا وکړه او د یادې پېښې څخه روغو پاتې شویو او ټپيانو سره یې خواخوږي وښودله.

ورپسې فهیم دشتي د افغانستان د رسنیو او ژورنالیستانو د بنسټونو د فدراسیون په استازولي د یاد فدرایسون وړانهیزونه، غوښتنې او اندېښنې شريکې کړې او هغوی ته یې د رسېدنې غوښتنه وکړه.

د خبریالانو د امنیت ټینګښت په ځانګړې ډول د هغو خبریالانو چې په جدي ډول خطر سره مخ دي او د خبریالانو کورنیو سره د مرستو او همکاریو ترسره کول د هغو اړینو غوښتنو څخه وو، چې د فدراسیون د استازي له لوري په دې ناسته کې مطرح شوې.

د ملي امنیت مشاور محمد حنيف اتمر وویل، چې د فدراسیون د غړو غوښتنې او وړاندیزونه پر ځای دي او حکومت له هغوی ته رسېدنه وکړي.

هغه امینتي بنسټونو ته دنده وسپارله، چې د هغو خبریالانو د امنیت تامین او مصؤنیت لپاره چې له جدي خطر سره مخ دي، بیړني اقدامات په پام کې ونیسي.

اتمر همداراز وویل، چې اړوندې برخې د وژل شویو خبریالانو له کورنیو سره د دوام داره مرستو او همکاریو لپاره میکانیزم په پام کې نیسي او په دنده لري چې اولادونو ته یې تحصیلي بورسیې برابرې کړي.