۱۳۹۶ د غویي ۲۷
د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې ننی ځانمرګی برید چې د خبریالانو په منځ کې ترسره شو، د یو وحشیانه، شیطاني او بشر ضد جنایت اقدام په توګه غندي.
یاده پېښه نن سهار شاؤخوا هغه مهال رامنځته شوه چې د شش درک په سیمه کې د یوه ځانمرګي برید پوښښ په حال کې وو، چې یو بل ځانمرګي برید کوونکي ډ هغوی په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه.
د عامې روغتیا وزارت ویاي، چې تر اوسه( د سهار یوولس بجې) په ګوته شوي چې په دې پېښه کې د څو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او ۴۵ تنه نور چې خبریالان هم په کې شامل دي ټپیان شوي دي.
یاد وزارت وایي، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې لږ تر لږه نهه تنه خبریالان( دوه تنه له یک تلویزیون، یو تن له طلوع تلویزیون، یو تن له جهان تلویزیون او دوه تنو له ازادي راډیو څخه) خپل ژوند له لاسه ورکړی. بېلابېلو روغتونونو ته د قربانیانو د لېږلو له امله احتمال لري چې د مړو او ټپیانو شمېر بدلون وکړي.
همداراز په یوه بله پېښه کې په خوست ولایت کې د بي بي سي خبریال احمد شاه د نا پېژانده وسله والو له لوري ترور شو او ووژل شو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یو غیر نظامي په توګه د خبریالانو په نښه کول، چې پېښو ته د پوښښ ورکولو لپاره سیمې ته تللي وو، یو شرموونکی، غیر انساني او د دیني اصولو خلاف اقدام بولي او د بشري ضد جنایت په توګه یې غندي.
د خبریالانو او رسنیو دا ملاتړی بنسټ وه امنیتي مسؤولینو غواړي چې د خبریالانو ځاني خونديتوب خپل لومړیتوب وټاکي او اجازه ور نه کړي ورته پېښې تکرار شي. د افغانستان د خبریالانو مرکز همداراز. له رسنیزو همکارانو هم غواړي چې د خپلو کارونو او د تروريستي پېښو د پوښښ پر مهال، ډېر احتیاط وکړي.
د افغانستان پر رسنیو، خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو برید تازه موضوع نه ده.
تېره اونۍ په کندهار کې د کابل نیوز خبریال عبدالمنان ارغند، هغه مهال چې خپل دفتر ته پر لاره وو، د ناپېژانده وسله والو له لوري په نښه شو او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
ورته پېښې په تېرو درېیو کلونو کې د زیاتېدو په حال او له تلفاتو ډکې وې، له دې په کابل کې د طلوع کارکوونکو د لېږدونکي موټر په نښه کوي له اووه تنو وژل شویو او د په ننګرهار کې په راډیو او تلویزیون برید چې څلور ته قربانیان یې درلودل او همداراز په شمشاد تلویزیون برید چې يوتن په کې ووژل شو د هغو جنایتونو بېلګې دي چې په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې ترسره شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له لاري ثبت شوي ارقام ښیي، چې په ۱۳۹۶ کال کې د وژل شویو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو شمېر ډ ۱۳۹۵ کال په پرتله ۱۴ پېښې زیاتې او ۲۱ تنو ته ورسېدې او په همدې کال کې لږ تر لږه ۵۷ تنه نور خبریالان ټپیان شوي دي، چې تر اوسه بې ساري وو.
د ډېری پېښو عاملين د داعش نوې پیدا شوې ډله او طالبان وو، او له بده مرغه چې د یادو ټولو پېښو عاملين جوړونکي له مجازاتو معاف پاتې شوي دي.

