د طلوع تلویزیون کارکوونکو د برید قربانیانو سره د ایرانی خبریالانو همدردۍ

د طلوع تلویزیون کارکوونکو د برید قربانیانو سره د ایرانی خبریالانو همدردۍ

دوشنبه ۵ دلو۱۳۹۴

د طلوع تلویزیون کارکوونکو د برید قربانیانو سره د ځینو ایرانی ورځپاڼو لیکونکو  د هیواد دننه او بهر د یو لیک په امضا سره همدردۍ څرګنده کړه.

په کابل کې د تیرې اونۍ چهارشنبه د موبی رسنیز ګروپ ډک مینی بوس کارکوونکو برید کې ، د دې رسنیز شرکت ۷ کارکوونکي چې د طلوع تلویزیون خپرونه یي جوړوله ووژل شول او ۲۵ کسان نور ټپیان شول . طالبانو د دې برید مسؤلیت په غاړه واخیستل.

د بی بی سی په راپور، د ایرانی ورځپاڼو لیکونکو په لیک کې چې تر ۱۰۰ امضا کوونکو رسیده ، راغلي دي چې؛ د خپلو رسنیزو همکارانو په غم د همدردۍ څرګندولو تر څنګ چې په دې شرایطو کې یي افغانستان کې د آزادو رسنیو څراغ لا روښانه ساتلي، خپل صمیمانه همغږۍ اعلانوو او افغانستان کې د مسؤلو مقاماتو څخه غواړو تر څو د رسنیو ملګرو پوره امنیت وساتي.

د لیک امضا کوونکو د افغانستان له دولت څخه غوښتي تر څو د دې دهشتناک برید مسببین تر قانونی څیړنو لاندي ونیسي.

د طلوع تلویزیون د چهارشنبې ورځ برید د خلکو، مدنی فعالانو ، افغانستان کې د رسنیو فعالانو او بشر حقونو مدافع نړیوال بنسټونو او د خبریالانو حقونو بنسټونو سخت غبرګون سره مخ شو.

د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د امنیت شورا دا برید وغنده او د افغانستان خبریالانو فدراسیون د برید ورځ د افغانستان رسنیو تاریخ کې توره چهارشنبه ونوموله .