په افغانستان کې د تلویزیون نشراتي سیستم ډیجیټلي شو

په افغانستان کې د تلویزیون نشراتي سیستم ډیجیټلي شو

کابل ۱۳۹۳ وری

 مخابراتو وزارت له لورې د راډیو او ټلویزیون ډیجیټالي سیستم له پېلولو سره سم افغانستان انالوګ پخواني سیستم سره مخه ښه وکړه او د برېښنایي رسنیو پراختیا برخه کې تازه مرحلې ته داخل شو.

د ولسمشر دویم مرستیال محمد کریم خلیلي د نوي سیستم پرانیستې مراسیمو کې وویل چې د انالوګ سیستم پرځای د نوي ډیجیټالي هغې پېل د بیان ازادۍ پراختیا او د حکومت له کړنو د رسنیو څار ته زیاته زمینه برابره کړي.

هغې زیاته کړه: « په هیواد کې د معلوماتي ټیکنالوجۍ پراختیا په هیواد کې د رسنیو، او مدني ازادیو غښتلتیا او د حکومت ځواب ورکونې سره مرسته کړې ده.»

هغه د رسنیو برخه کې له شته فرصتونو څخه د «هدفمندې او سالمې» کارونې باندې په ټینګار سره وویل چې رسنۍ باید یواځې دولت باند نیوکې ونه کړي بلکې د لاسته را وړنو څخه هم باید خلک خبر کړي.

کریم خلیلي افغانستان په سیمه کې د مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مخکښ یاد کړ او وې ویل چې افغانستان په دې برخه کې یوه بېلګه ده.

د افغانستان مخابراتو وزارت وایي چې د ډیجیټلي څپو خدماتو وړاندې کول یې؛ د ای بي ایس په نوم یو شرکت ته ورکړی چې په لومړي سرکې به مرکز کابل کې ۶۰ تلویزیوني دستګاوو ته دخدمتونو د وړاندې کولو توان ولري او ډیر ژر به هرات، مزارشریف، غزني، کندهار او جلال اباد ښارونو کې خپل کارونه پېل او خدمات به لا پراخه کړي.

په دې مراسمیو کې د مخابراتو وزیر وویل چې په وروستیو کلونو کې برېښنایي رسنیوبرخه کې « بې مثاله» پرمختګ درلود.

هغه وویل، اوس وخت په مرکز کابل کې ۳۵ تلویزیوني چېنلونه او ۶۲ راډیو ګانې او په ولایتونو کې ۵۴ تلویزیوني چېنلونه او ۱۶۰ راډیو ګانې فعالې دي.

امرزي سنګین زیاته کړه: « په لسو کلونو کې په یو هیواد کې دا پرمختګ بې مثاله دی. په دومره لنډه موده کې د دونیا په هیڅ ځای کې داسې پرمختګ نه دی ت شوی. ویلی شم سیمې هیوادنو کې په دې برخه کې لومړی مقام ولرو.»

سره له دې د مخابراتو وزیر وویل چې د برېښنایي رسنیو پراختیا برخه کې ستونزو شتون درلود، د مثال په ډول چې د یوشمېر ولایتونو مرکزونه تلویزیون ته لاسرسی نه لري، د مثال په ډول زابل، ارزګان، پکتیکا او نورستان، د هغه په وینا دا ستونزه اقتصادي ریښه لري.

هغې وویل چې په انالوګ سیستم سره په ټول هیواد کې د یو تلویزن خپرونو خپراوی ۳۰ میلونه ډالرو ته اړتیا لري، چې دا اندازه پېسې په اوس وخت کې د افغانستان تلویزیونونو له توانه پوره ته دي مګر له انالوګ سیستم څخه ډیجیټل سیستم ته بدلون به د تلویزیونونو پراختیا سره مرسته وکړي.

مګر مخابراتو وزیر تشریح ورکړه: « اوس موږ اړتیا نه لرو چې هر تلویزیون په هر ښار کې پایه/ برج جوړ او نشرات وکړي. اوس یواځې په ټول هیواد کې او ټولو ښارونو کې یوه پایه/ برج ولرو او د همدې یو برج له لارې به ټول تلویزیونونه خپرونې ولري.»

د امیرزي سنګین په وینا د ډیجیټلي نشر سیستم څخه په استفادې به له دې وروسته، په لږه سرمایه، په ښه کیفیت د خپل سرتاسري پوښښ لپاره لاسرسی ولري.

افغانستان دا بریالیتوب د «افغان سیټ۱» سپوږمکۍ په اجاره کولو سره د تېر کال ژمي کې ترلاسه کړی دی.

دې سپوږمکۍ سږ کال د غوایي میاشتې په ۲۰ مه نېټه په رسمي توګه په فعالیت پېل وکړ.

دا سپوږمکۍ د ټلیفوني اړیکو برخه کې خدمتونه هم وړاندې کوي او په اوس وخت کې وزارت د دې خدمتونو ترلاسه کوونکو نوملړ کې لس تلویزیونونه ثبت کړي دي.

بی بی سی