
۱۴۰۱ کب ۲۴ مه
کابل-د افغانستان خبریالانو مرکز د « افغانستان د کال خبریال» د لسمې کلنۍ دورې ګټونکي اعلان کړل
د دې سیالۍ د غوراوي کمېټې د اعلان پر بنسټ د طلوع نیوز خبریال محمد یوسف حنیف، د افغانستان اینټرنيشنل ریپورټر محمد عارف یعقوبي او د کلید راډیو خبریال مرجان وفا محمدي د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو په ګډه ۱۴۰۱ کال د افغانستان د کال خبریال جایزه وګټله.
د سږني کال د جایزې ګټونکي، چې ټاکل شوې نن له غرمې وروسته د خبریال د ورځې (کب ۲۷ مه) په مناسبت د افغان خبریالانو او د خبریالانو د ملاتړ نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د بلجیم په بروکسل ښار کې ترسره شي، معرفي او وستایل شي.
په دې غونډه کې به په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت وڅېړل شي او ګډونوال به په هېواد کې د رسنیو د ازادۍ د وضعیت د ښه کېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د افغانستان د کال خبریال د لسمې دورې غوراوي کمیټې په استازولۍ سیمه ولیزاده وویل چې سږ کال د رسنیو او خبریالانو د پام وړ کمښت او په هیواد کې شته محدودیتونو سره – سره د افغانستان د کال غوره خبریال جایزې ترلاسه کولو لپاره له ۴۰ ډېرو ملي او د هیواد له بېلابېلو ولایتونو د سیمه ییزو رسنیو خبریالانو او همدارنګه د افغانستان اړوند ځانګړو نړیوالو رسنیو راپورونه او خپل رسنیز کارونه نوماند کړي وو.
ولي زاده وویل چې د ارزونکي هیئت د پایلو پر بنسټ د پکتیکا د زلزله ځپلو د حالت په اړه له طلوع نیوز د محمد یوسف حنیف راپور، له افغانستان څخه اسټراليا ته د یو افغان عکاس او فلم جوړونکي قاچاقي سفر په اړه د افغانستان انټرنیشنل ریپورټر محمد عارف یعقوبي مستند ډیرې نمبرې ترلاسه کړې.
هغې زیاته کړه، په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو ننګونو، ستونزو او کاري محدودیتونو ته په کتو، د ښځینه خبریالانو له لورې وړاندې شوي غوښتنلیکونه او د هغوی کار په جلا توګه وڅېړل شو او د هېواد په لوېدیځ زون کې د کلید راډیو خبریالې مرجان وفا محمدي ډېرې نمبرې ترلاسه کړې.
د افغانستان د کال د غوره خبريال د سيالۍ د لسمې دورې د غوراوي کمېټې د دې غړې په وينا؛ د ژوري هیئت د پرېکړې پر بنسټ، سږ کال د افغانستان د کال د غوره خبريال جايزه به په ګډه محمد يوسف حنيف، عارف يعقوبي او مرجان وفا محمدي ته ورکړل شي.
د افغانستان د کال خبریال سیالۍ له ۱۳۹۲ لمریز کال راهیسي هر کال د ( کب په ۲۷ مه) د خبریال د ملي ورځې په ویاړ ترسره کېږي. د هغه په وینا د دې سیالۍ موخه د هیواد غوره خبریال ټاکل او د هغوی هڅونه او ملاتړ دی.
په ۱۳۹۲ کال کې د افغانستان د کال خبریال سیالۍ پروګرام له پېل راهیسې تر اوسه ۱۷ خبریالانو د بېلابېلو رسنیو له ډلې د افغانستان بي بي سي، اریانا نیوز تلویزیون، هشت صبح ورځ پاڼې، اطلاعات روز ورځپاڼې، طلوع نیوز، فرانسې خبري اژانس، پژواک خبري اژانس، د څيړنيز ژورنالیزم مرکز، د افغانستان اینټرنیشنل تلویزیون او کلید راډیو دا جایزې ترلاسه کړې دي. په تیرو لسو کلونو کې د دې معتبر کلنۍ جایزې په ګټونکو کې، پنځه میرمنې دي.

