د ازادۍ راډیو خبریال مړیني له امله د افغانستان خبریالانو مرکز تسلیت پیغام

د ازادۍ راډیو خبریال مړیني له امله د افغانستان خبریالانو مرکز تسلیت پیغام

۱۴ سرطان ۱۳۹۳

کابل: د افغانستان خبریالانو مرکز د ازادۍ راډیو تکړه او ځوان خبریال احمد زبیر ژمن مړینه لویه ضایع ګني او د هغې نشتون له امله یې د کورنۍ غړو، همکارانو او رسنیو ټولنې ته تسلیت وړاندې کوي.

ازادۍ راډیو ویلي احمد زبیر ژمن چې اصلي د لوګر ولایت اوسېدونکی و د یوې ناروغۍ له امله د پاکستان په یو روغتون کې بسترو چې د شنبې په ورځ یې خپل روح څښتن تعالی ته وسپاره.

ژمن ازادۍ راډیو سره کابل کې د پښتو برخې خبریال او ایډیټر په توګه کار کاوه.

روح یې ښاد او یاد یې تل پاتې.