۱ ثور ۱۳۹۵
کابل: له سرحد پرته خبريالانو سازمان په ۲۰۱۶کال په نړۍ کې د رسنيو د ازادۍ په پار په خپله رده بندۍ کې ويلي دي چې افغانستان خپل ځای د تېر په پرتله په کوچني پرمختګ سره ساتلی دی.
په دې راپور کې چې نن ورځ نشر شو د خبر رسونې په برخه کې د افغانستان له پرمختګ څخه هرکلی شوی دی مګر د رسنيو او خبريالانو په وړاندې د تهديدونو او تاوتریخوالي د ميزان د زياتولی په اړه يې اندېښه ښودلې ده.
په دې راپور کې راغلي دي چې افغانستان د ۱۸۰هېوادونو په منځ کې په ۱۲۰درجه کې قرار لري که نسبت په ۲۰۱۵کال کې دوه رتبې مخکې والی کړی او د خپلو پنځو ګاونډيو هېوادونو په پرتله يې لوړ مقام لرلی دی.
له سرحد پرته خبريالانو، زياته کړې ده چې ددغه وضعيت دوام په افغانستان کې د زياتو ستونزو د موجوديت سره د ازادو رسنيو د او په قوانينو کې د عمومي رسنيو په ګټې پور اړوند اصلاحاتو شتون دی.
د بيان ازادۍ دغه مدافع سازمان واضحه کړې ده چې په افغانستان کې د خبر رسونې ازادي د تېر کال د رياست جمهوري انتخاباتو وروسته، د بحران او له تاوتريخوالي ډکو زمينو په وړاندې استقامت کړی دی او او د اسلامي دولت (داعش) ډلې او طالبانو او جهاديانو د جدي تهديداتو په ترڅنګ هماغسې په ځای ولاړ دي.
په دې راپور کې راغلي دي چې تېر کال د طالبانو او داعش ډلې خپل فعاليتونه په افغانستان کې پراخه کړي دي او خبريالان او رسنۍ د هغې له جملې په پروان کې د دنيای نوين راډيو، پژواک خبري اژانس او امريکا غږ او د کليد راډيو په جلال آباد ښار کې په مستقيم ډول تر لاسي بم حملې لاندې نيولي دي.
سربېره پر دې له سرحد پرته خبريالانو ښودلې ده چې په ځينو سيمو کې نيونه زياته شوې ده دبېلګې په ډول ننګرهار او بغلان کې خبريالان اورسنۍ د خپلو فعاليتونو په کمولو يا ودرولو باندې مجبور شوي دي.
د بیان ازادۍ دغه نړيوال مدافع بنسټ په ډاګه کړېده سره له دې چې افغانستان هره ورځ د داخلي جګړو سره مخامخ کېږي.. او خبريالان هم له تهديدونو او ناوړه حملو سره مخ دي، د وحدت ملي حکومت بايد د خبر رسونې د ازداۍ په ملاتړ کې اقدامات ترسره کړي.
د (د رسنيو شکايتونو او سرغړونو ته د رسيدګۍ) مخکيني کميسيون لغوه کېدا، معلوماتو ته د لاسرسي قانون توشيح او د « اطلاعاتو ته د لاسرسي د تامين او بيان ازادۍ د تقويه کېدو په لاره کې د عمومي رسنيو په اړه د غوره قوانينو تطبيق په موخه» د افغانستان د ولسمشر حکم او له مجازات څخه د معافيت په وړاندې مبارزه د هغه مواردو له جملې څخه دي چې له سرحد پرته خبريالانو هغه د خبر رسونې په برخه کې په افغانستان کې د تازه لاسته راوړنو څخه ګڼي.
له سرحد پرته خبريالانو، ددغه راپور په مجموع کې په نړۍ کې د رسنيو د فعاليت د ازادۍ کموالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د رسنيو له ازادۍ او زیاتېدو، د رسنيو د چاپېريال سانسوریدل، قانوني چوکاټونه، شفافيت، د خبريالانو او رسنيو د فعالانو په وړاندې د تاوتریخوالي زمينه برابرول، د هغه مواردو له جملې څخه دي چې ياد راپور ورباندې جوړ شوی دی.
ددغه سازمان خپاره شوي معلومات دا ښايي چې د افغانستان ګاونډي هيوادونه په دې برخه کې له ډېر بد وضعيت سره مخ دي. په دې کال کې ترکمنستان په ۱۷۸رتبه، چين ۱۷۶رتبه، ايران۱۶۹رتبه، ازبکستان۱۶۶رتبه، تاجکستان ۱۵۰رتبه او پاکستان په ۱۴۷رتبه په جدول کې قرار لري.
ددغه راپور په اساس درې اروپايي هېوادونه، فنلانډ، هالنډ او ناروې په ترتيب سره د خبر رسونې د ازادۍ په برخه کې له لومړي څخه تر دريم مقام پورې ځايونه خپل کړي دي او اريتره، شمالي کوريا او ترکمنستان د بدو هېوادونو په جز په جدول کې ځای نلري. پژواک

