کابل، ۳ زمری ۱۳۸۹
د ۱۳۸۰کال څخه تر ۱۳۸۹کال د اسد مياشتې پورې ۲۶خبريالان او د رسنيو فعالان چې ۱۴تنه يې د افغانستان وګړي و د هېواد په مختلفو سيمو کې وژل شوي او ۱۲تنه نور زخمي شوي دي.
د رسنيو دڅارنې بنسټ موندنې ښايي چې له دغو پېښو څخه ۱۰ د طالبانو له لوري، ۱۶د نامعلومه افرادو له لوري ترسره شوي دي. د رسنيو دڅارنې بنسټ دراپور په اساس په دې موده کې ۲۴خبريالان د تښتونې، ۵۸ د وهلو، ۷۱د تهديد او درې نور د زنداني کېدلو پېښې ثبت شوي دي.
ددغو پېښو په سلو کې ۵۶ د افغانستان دولت، ۲۶ په سلو کې د نامعلومه افرادو له لوري، ۱۶په سلو کې د طالبانو او ۲ په سلو کې د بهرنيو ځواکونو له لوري ترسره شوي دي.
د رسنيو څارونکو بنسټ مسؤل صديق الله توحيدي، د افغانستان قضايي بنسټونو په کړنو دانتقاد سربېره وويل: چې تر اوسه د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښو تهد قضايي بنسټونو له لوري رسيدګي نده شوې او حتی تر اوسه يو نفر هم د دغه اعمالو په ترسره کولو سره ندی محاکمه شوی.
ښاغلی توحيدي وايي ترسره شوې فعاليتونه ښايي چې په افغانستان کې رسنۍ ( د نظر وړ پرمختګ) کړی او علاوه له دې خپل مسلک ته د خبريالانو علاقه د ازادو رسنيو د روښانه راتلونکي ښايي.
د رسنيو د څارنې بنسټ د معلوماتو په اساس په تېرو لسو کلونو کې ۷۰۰مختلفو رسنيو له جملې څخه ۱۰۹راډيوګانو، ۵۶تلويزونونو او ۶۰ورځپاڼو د فعاليت جواز ترلاسه کړی دی.

