رسنیو ته د مالیې د نه‌ورکولو په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبرداری

رسنیو ته د مالیې د نه‌ورکولو په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبرداری

 

۱۳۹۷ د غبرګولي ۲

کابل - د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبرداری ورکړی، چې که رسنۍ او رسنیز بنسټونه د ټاکل شوې مودې په ترڅ کې د خپلو مالياتي حسابونو د تصفیې لپاره اقدام و نه‌کړي، د هغوی د فعالیت جواز به لغوه شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معین سید آقا حسین سانچارکي باختر دولتي آژانس ته ویلي، چې د رسنیو د مالي ستونزو په پام کې نیولو سره، دغه وزارت د خبریالانو او رسنیو د فدراسیون په همکاري، د مالیاتي جریمې د معافیت غوښتنه ریاست جمهوري ته ولېږله او جمهور رئیس حکم وکړ چې د دغو جریمو یوه برخه وبښل شي.

د نوموړي په وینا، د جمهوري ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د مالیې وزارت د ګمرکاتو د عوایدو د معین تر مشرۍ لاندې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د مخابراتو وزارت، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا)، د خبریالانو او رسنیو فدراسیون او د برښنا شرکت په غړیتوب یوه کمېټه جوړه شوه، تر څو د رسنیو د پوروړي توب او مالیې ورکولو وضعیت وڅېړي.

سانچارکي وايي، دغه کمیټې له څو ناستو وروسته، د رسنیو د پورونو اندازه د جواز، فریکونسۍ او برېښنا د مصرف له مخې مشخصه کړه او یو جلا وړاندیز یې جمهوري ریاست ته وړاندې کړ، چې له مخې یې غوښتنه شوې وه ټولې رسنۍ او رسنیز بنسټونه، چې د ټولنیزو رسنیو د قانون او د خصوصي رسنیو د تاسیس د څرنګوالي مقرره کې شامل دي، له دې امتیاز څخه برخمن شي. جمهور رئیس دا وړاندیز د روان کال د ثور میاشتې په نهمه نېټه تایید او حکم یې صادر کړ.

د دغه حکم له مخې، د هغو رسنیو د مالیاتي جریمې چې د ټولنېزو رسنیو د قانون د درېیمې مادې د ۱، ۲، ۴، ۶، ۸، ۹، ۱۰، ۱۱، ۱۲، ۱۳، ۱۷، ۱۸ او ۱۹ لاندې او همداراز هغه نهادونه چې د یاد قانون د نهمې مادې او رسنیو د تاسیس څرنګوالي مقررې د درېیمې مادې د دوهمې فقرې د لومړي بند لاندې راځي دي او د ټولنیزو رسنیو د فعالیت له مخې د مالیاتو، د فريکونسي اجرت، د برق مړینه او د جواز غځول معاف شوي او یاد بنسټونه باید خپل اصلي ماليات په اووه کلنو قسطونو کې تحویل کړي.

د نشراتو معین زیاتوي، د دې حکم له مخې باید یاد بنسټونه د درې میاشتو په موده کې د مالیې وزارت ته ورشي او د خپلې مالیې له ټولې اندازې ۲۰ سلنه د لومړي قسط په توګه ورکړي، تر څو د خپلو مالیوي حسابونو تصفیه وکړي.

پرته له دې، که په ټاکلي وخت کې یې دا کار و نه‌کړ، د هغوی د فعالیت جواز به د اطلاعاتو او کلتور وزارت له‌خوا لغوه شي، سربېره پر دې به د هغوی فریکونسۍ د اترا ادارې له‌خوا بنده او برېښنا به یې د برشنا شرکت له‌خوا پرې شي.

ویل شوي، چې د رسنیو مالیاتي پور له ۵۰۰ میلیونو افغانیو (شاؤخوا اووه میلیونه ډالرو) ته رسېږي.