کابل، ۲۳ میزان ۱۳۹۱
د روسيې د خبریالانو سراسري اتحاديې په افغانستان کې د بیان ازادۍ او رسنیو په برخه کې د پرمختګونو ستاینې تر څنګ د افغان خبریالانو پر وړاندې له ستونزو اندېښنه څرګنده کړه.
د روسیې د خبریالانو سراسري اتحادیې رییس سولډ باګډانوف، په مسکو کې د افغان خبریالانو له پلاوي سره په کتنه کې وویل چې دا اتحادیه د بیان ازادۍ او رسنیو ازادانه فعالیت په برخه کې پرمختګ د افغانستان د خلکو په ګټه ګڼي او ملاتړ ترې کوي.
ده وویل: "دا چې د افغانستان ټولنه د خپلو پرمختګونو او راتلونکې په اړه هیله منه ده حیران یم، خو بدبختانه موږ تر دې کچې خوشبین نه یو او په دې هېواد کې د خپلو همکارانو پر وړاندې د خنډونو په اړه اندېښمن یو."
باګدانوف د روسیې افغانستان تر منځ د همکارۍ "ټیټه کچه" د "دواړو هېوادونو د تاریخ تورې دورې" له امله یاد کړه او د شوروي اتحاد له لوري د افغانستان اشغال ته په اشاره یې وویل چې په دې جګړه کې نه یوازې افغانان مړه شول بلکې په زرګونو روسیانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د روسيې د خبریالانو سراسري اتحادیې رییس وویل چې د دواړو هېوادونو د وګړو تر منځ لرې والی د هېڅ لوري په ګټه نه دی او دا اتحادیه د افغانستان د خبریالانو دا سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د رسنیزو مرستو د پیل کېدو مثبت ټکی یادوي او د دواړو ملتونو په ګټه یې ګڼي.
ده په راتلونکي کال کې په ترکیه کې د یوې نړیوالې ناستې په اړه د دې اتحاديې له طرحې خبر ورکړ او ویې ویل چې دا کنفرانس به د "ژورنالیزم ژغورلو" او د رسنیو، وګړو او حکومتونو تر منځ د "باور جوړونې" پر محور دی د افغانستان رسنیو فعلان او خبریالان به هم راوبلل شي.
پاول انډریف، د روسیې تر ټولو لوی خبري اژانس د ریانووستي نړیوالو چارو رییس چې د افغانستان د خبریالانو له پلاویو سره یې جداګانه لیدنه درلوده وویل چې د افغانستان خبرونه د دې اژانس لپاره ځانګړی اهمیت لري.
خو ده ومنله چې په افغانستان کې د روسي رسنیو شتون او د دې هېواد په رسنیو کې د افغانستان وضعیت خپرول ډېر کم او کمرنګه دي.
د انډریف په وینا، ریانووستي تصمیم لري چې وروسته له دې په لویدیځو رسنیو د سرچینې په توګه تکیه راکمه کړي او د افغانستان د خبریالانو او رسینو د مرستې په تر لاسه کولو کې د اړیکو په ټینګولو د دې هېواد وضعیت وڅېړي.
د رسنیو د څارنې مسوول صدیق الله توحیدي په دې کتنه کې د افغانستان د بیان ازادي او رسنیو ودې په اړه خبرې وکړې او هغه یې د ګاونډیو هېوادونو په کچه بې سارې وګڼلې.
د ده په وینا، په دې وروستیو لسو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ۵۰ ډېر ټلویزیونونه، ۱۴۷ راډیوګانې او سل ګونه خپرونې تاسیس شوې چې د هېواد په تېر ۱۰۰ کلن تاریخ کې بې سابقې وې او په ازاده خبر رسونه کې یې ګټور رول درلودلی دی.
توحیدي همدارنګه وویل چې د افغانستان د ځانګړي وضعیت له امله د رسنیو ازاد فعالیت په برخه کې ډېرې ستونزې شته چې دا ستونزې به د دې لامل نه شي چې د افغانستان رسنیزه ټولنه له خپلو قانوني حقونو څخه دفاع ونه کړي.
مسکو ته د خبریالانو یوه اوونیز سفر د افغانستان خبریالانو مرکز له لوري او د وګړو له ډيپلوماسۍ څخه د ملاتړ بنسټ، نووستي خبري اژانس او په روسیه کې د معاصر افغانستان د مطالعو مرکز په بلنه، په لاره اچول شوی و.
د افغانستان د خبریالانو مرکز رییس احمد قریشي وویل چې دې ۱۲ کسیزه پلاوي په دې سفر کې له نووستي خبري اژانس، د روسیې خبریالانو سراسري اتحاديې، کمرسانټ ورځپاڼې، د روسیې لومړۍ ټلویزیوني شبکې او ژونالیزم له انسټیټیوټ څخه لیدنه وکړه او له مسولانو سره یې ولیدل.
خبریالانو د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې له ځانګړي نماینده ضمیر کابلوف او په مسکو کې د افغانستان له سفیر عزیزالله کرزي سره هم ولیدل.
دا روسیې ته د افغانستان د خبریالۍ د بنسټونو مسوولینو، رسنیو او خبریالانو لومړی سفر دی چې په تېرو لسو کلونو کې کیږي.
په روسیه کې د معاصر افغانستان د مطالعو مسوول او د خبریالانو د سفر د پروګرام غوښتونکي عمر نثار وویل چې تر اوسه روسي رسنیو افغانستان د لویدیځو رسنیو له عینکو لیدلی او د افغانستان ډېری خبرونه او راپورونه هم امنیتي وو.
ده دا سفر تاریخي یاد کړ او ويې ویل چې هیله لري دا سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د مسلکي اړیکو پیل وي او له دې لارې د دواړو هېوادونو خلک یو او بل ډېر سره وپېژني.
سرچینه؛ پژواک

