کابل زمری ۱۳۹۳
د افغانستان خبریالانو مرکز د اسوشېټډپرس خبریال وژنې او د دې خبري اژانس خبریال ټپي کونې په جرم د کابل ابتدایه محکمې له لورې د پولیسو افسر په اعدام او څلور کاله بند محکومو پریکړې څخه هرکلی کوي او عدالت تامین برخه کې د یو ګام په سترګه ورته ګوري.
دا پرېکړه د چهار شنبې په ورځ د کابل ابتدیه محکمې شپږکسیزه هیئت له خوا اعلان شوه، چې له مخې یې د ملي پولیسو افسر نقیب الله د خیانت په تور او هغه حملې له امله مجرم وپېژندل شو چې د اسوشېټډپرس الماني خبریال آنیا نیدرینگهاس(Anja Miedringhaus) د مرګ لامل شو په اعدام او د دې خبري اژانس د خبریال کتې گنون(Kathy Gannon، د ټپي کیدو له امله په څلور کاله بند محکوم کړ.
د اسوشیېډپرس د راپور له مخې نقیب الله چې د وکیل درلودو له حق څخه برخمن و، د محکمې له پرېکړې څخه مخکې ویلي چې پر دې خبري ټیم برید وخت کې په «نورمال حالت» کې نه و، مګر قضایه پلاوي وروسته تر دې چې دې پولیس افسر د خپل نوم، عمر او د پېښې ځای په اړه سم معلومات ورکړل، خپله ادعا یې رد کړه.
سربېره پردې نقیب الله د قضایه پلاوي له لورې د لګول شوې تور په ردولو سره چې پاکستان ته د تروریستي زده کړو په موخه تللی په ټېنګار سره وویل چې د خپلې درملنې لپاره یې دې هیواد ته سفر کړی و.
محکوم شوی پولیس افسر ۱۵ ورځې وخت لري چې د دې پریکړې پرضد په دویمه محکمه کې شکایت وکړي.
په هغه وخت کې چې ستره محکمه د هغه د اعدام تاید او ولسمشر یې لاسلیک کړي د اعدام دا حکم به عملي شي.
دا خبري ټیم چې په ولسمشریزو او ولایتي شورا ګانو ټاکنو کې د سیمه ییزو خلکو ګډون تیاریو څخه د خبري پوښښ لپاره د خوست ولایت تڼویو ولسوالۍ ته تللي و د روان کال حمل میاشتې په نیمایې کې په نښه شول.
۴۸ کلن وژل شوی انځورګر انیا د هغه خبري ټیم انځور ګرانو غړی و چې په ۲۰۰۵ کال کې د عراق جنګ څخه د عکاسۍ له امله د پولیټرز جایزه ترلاسه کړه.
د اروپایي انځورګر اژانس ( ای پي ای) سره له یو څه مودې کار وروسته دې انځورګر، د بوسنیا جنګ کې په ۲۰۰۲ له اسوشېټډپرس سره یوځای شو.
پر دې خبري ټیم د حمله کونکي په اړه د محکمې حکم له عملي کېدو سره افغانستان د خبریالانو د وژنې عاملینو باندې د محکمې د حکم عملي کېدو دریمې پېښې شاهد ووسي، چې د محکمې له لورې صادر شوې ده.
له ۱۳۷۳ کال راهیسې تر دې دمه، ۴۵ خبریالان، لیکوالان او د خبري رسنیو کار کونکو په افغانستان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې له جملې یې ۲۸ په نښه او وژل شوي دي او ۱۷ تنه نور یې د ماین چاودنو له امله یا او ښکیلو خواو ترمنځ نښتو کې وژل شو دي.
د افغانستان خبریالانو مرکز معلوماتو له مخې، تر اوسه د اندخوي خپرونې مسوول مدیر رحمان قل باندې د اعدام حکم عملي شوی دی او د ملي تلویزیون د ویاند په وژنه محکوم شوي دري تنو باندې له ۱۰ تر ۱۲ کلونو بند حکم عملي شوی دی مګر په افغانستان کې د ۲۶ وژل شوو خبریالانو او همدارنګه دوه افغان خبریالان چې په پاکستان کې قرباني شول د هغوی هیڅ یو د وژنې عواملو په اړه عدالت نه دې پرځای شوی.

