په ۱۳۹۳کال کې د کال خبريال او د خبريالۍ يو عمر لاسته راوړنې جايزو ورکول.

په ۱۳۹۳کال کې د  کال خبريال او د خبريالۍ يو عمر لاسته راوړنې جايزو ورکول.

۲۷ حوت ۱۳۹۳

کابل: د هشت صبح ورځپاڼې خبريال وحيد پېمان، د طلو تلويزون خبريال او شنونکی بريالي شوي چې د افغانستان د کال خبريال او د خبريال د يو عمر لاسته راوړنو جايزه په ۱۳۹۳کال کې لاسته راوړي.

دغه جايزې نن ورځ چهارشنبه د خبريال ورځې د لمانځلو په مناسبت د يو لړ لويو مراسمو په ترڅ کې ګټونکو ته ورکړل شوې

د افغانستان خبريالانو مرکز له دوه کالو راپه دې خوا د حوت په ۲۷ د خبريال ورځې په نوم او په هيواد کې د رسنيو او خبريالانو د وضعيت د راپور په ارايه او د غوره خبريالانو په ستايلو لمانځي.

د افغانستان خبريالانو مرکز رئيس احمد قريشي په دې مراسمو کې وويل چې روان کال د انتخاباتو په ترسره کېدو، د نړيوالو ځواکونو وتل او د وسله والو مخالفينو د حملو ډېريدل د هيواد د رسنيو لپاره غټې ستونزې وې.

د هغه په وينا ددغه بنسټ له لوري ثبت شوې شمېرې ښاي چې په هيواد کې د خبريالانو او رسنيو د فعالانو په وړاندې تاوتريخوالی د تېر کال په پرتله په سلو کې ۲۹زيات شوي دي.

هغه وويل: په ۱۳۹۳کال کې د خبريالانو په وړاندې ۱۰۳پېښې ثبت شوي په داسې حال کې چې دغه رقم په ۱۳۹۲ کال کې ۸۰ و.

قريشي زياته کړه چې په روان کال کې شپږ خبريالان او د رسنيو فعالان وژل شوي چې د هغه له جملې دوه ميرمنو په ګډون په قتل رسيدلي او يو تن بل په يوه ځانمرګي بريد کې د سختو ژوبلېدو په سبب خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ددغه بنسټ د راپور په اساس په روان هجري کال کې ۱۶خبريالان د وسله والو حملو، د نيولو او يا د ځانمرګي حملو له امله زخمي شوي دي، ۱۷تنو موقتي بند تجربه کړی، او څلور تنو يې لنډ بند تېر کړی دی.

د قريشي د معلوماتو په اساس سربېره پر دې، ۴۰ د فزيکي تاوتريخوالي او وهلو ټکولو په اړه، ۱۳د لفظي سپکاوي او اووه د تهديداتو په اړه په روان کال کې ثبت شوي دي چې زياتره يې د حکومتي مقامونو او مسؤلينو او امنيتي څواکونو له لوري و.

د پژواک خبري اژانس رئيس دانش کړوخېل په دې ناسته کې په روان کال کې معلوماتو نه لاسرسی د خبريالانو له لويو ستونزو څخه وګڼل.

هغه وويل: «له نېکه مرغه معلوماتو دلاسرسي قانون دولسمشر له لوري توشيح شوی خو هر څومره چې چې دغه قانون زياتې ستونزې لري خو د هماهنګۍ په نوم د حکومت له لوري نوي حرکتونه د خبريالانو ستونزې لا ډېرې کړي دي.

کړوخېل زياته کړه: « اټکل شوې چې دحکومت اراده سمه وي او حکومت ښايي وغواړي چې دمعلوماتو په ارايه کې سمه هماهنګي رامنځته کړي مګر محلي مسؤلين له دغې موضوع څخه ناوړه استفاده کوي او هغوی افغان خبريالان عملاً له ستونزو سره مخ کړي دي.»

د پژواک خبري اژانس رئيس له حکومت څخه وغوښتل تر څو له «شعاري حالت» څخه راووځي او په داسې حال کې چې ددغه حکومت له شروع څخه شپږ مياشتې تېريږي خو ولسمشر او اجرايه رئيس د خپلو انتخاباتي مبارزو په خيال کې دي خو لازمه ده تر څو عملي ګامونه پورته کړي او د رسنيو پر وړاندې محدوديتونه لرې کړي.

د هشت صبح ورځپاڼې د مسؤل مدير معاون شاه حسين مرتضوي چې په دغه مراسمو کې يې ګډون کړی و وويل چې تېر ۱۴کلونه د رسنيو لپاره نوی فصل و او په دې فصل کې رسنيو کيفي او کمي پرمختګ کړی دی.

خوهغه روښانه کړه چې اوس هم په دې اړه اندېښنې موجودې دي او په حکومت کې نويې غوښتنې صورت نيسي او په دې لټه کې دي چې د څو غږونو فضا په يوغږ فضا باندې تبديل شي.

مرتضوي زياته کړه چې «د حامد کرزي په دوره کې د ټولو نيمګړتياو سره چې په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې موجودې وې او په داسې حال کې چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون نه و تصويب شوی خو دولتي مسؤلينو ته لاسرسی ډېر اسان و مګر نن ورځ د همدې قانون په درلودلو سره هره ورځ مونږ د داسې قوانينو او فرمانونو شاهدان يو چې دولتي مسؤلينو ته لاسرسی يې سخت کړی دی.

په نی مؤسسه کې د ازادو رسنيو د څارنې مسؤل صديق الله توحيدي وويل چې ولسمشر او اجرايه رئيس د انتخاباتو په جريان کې ليکلی ژمنه کړی و او بايد په دغه ژمنه باندې عمل وکړي.

د هغه په وينا دغو دواړو رهبرانو ژمنه کړې وه چې کله واک ته ورسيږي د بيان له ازادۍ، د رسنيو او خبريالانو له حقوقو څخه به ملاتړ کوي او د خبريالانو او رسنيو د فعالانو د وژلو پېښو څخه به د معلوماتو د لاسرسي دحق قانون دفاع کوي او د رسينو د فعاليت لپاره به ښه زمينه برابروي او بايد په دې ژمنه عمل وکړي.

د خبريال د ورځې مراسمو بله وينا کوونکې د اطلاعاتو اوکلتور وزارت نشراتي معينه سيمين حسن زاده وويل چې د خبريالانو پر وړاندې د ستونزو تر څنګ بايد د رسنيو پرمختګ او لاسته راوړنې هم په ډاګه شي.

د هغه په وينا د ټولو ستونزو د حل لپاره اړتيا ده چې د خبريالانو او رسنيو د بنسټونو تر منځ محکم او قوي يووالی رامنځته شي ترڅو په دې اړه لا ګټور اقدام وشي.

ددغه مراسمو په پای کې چې د صافي هوايي شرکت او صافی لنډ مارک شرکت په ملاتړ جوړ شوي و د افغانستان د کال خبريال جايزه په ۱۳۹۳لمريز کال کې په هرات کې د هشت صبح ورځپاڼې خبريال وحيد پېمان ته او د خبريالۍ د يوعمر لاسته راوړنو جايزه د طلوع تلويزون خبريال ته ورکړل شوه.

دغه دوه جايزې د لسګونو غوښتونکو له بررسۍ وروسته د کانديدانو د کاري راپورونو د بررسۍ په اساس د تجربه لرونکې هئيت له لوري ګټونکو ته ورکړل شوه.

سربېره پر دې پنځه تنه نور د هغې له جملې محمد حسن خطاب د پژواک خبري اژانس خبريال، ولي آرين د يک تلويزون خبريال، عاطفه غفوري د ميترا تلويزون خبرياله او شريف اميري د طلوع نیوز تلويزون خبريال چې ځانونه يې د کال خبريال جايزې ته کانديد کړي و، د کال د پنځه غوره راپورونو په جوړولو سره ستاينليکونه ترلاسه کړه. پژواک