۲۶تله۱۳۹۳
کابل، کندوز: د افغانستان خبریالانو مرکز، کابل کې د اسوشېټیډپریس په انځور ګر برید او کندز کې د یو سیمه ییر تلویزیون مدیر وهل ټکولو غندنه کوي او د افغانستان حکومت څخه د دې قضیو د پلټنو غوښتنه کوي.
د اسوشېېټیډ پریس خبري اژانس عکاس مسعود حسیني وايي؛ د کابل په لودیځ کې د «کافه هنر» بیاځلي پرانیستې سره د سیمې د یو شمیرې خلکو د مخالفت په اړه، د خبر په ټوېټ کولو بوخت وو د یو تن له لورې چې ویل کیږي ملا امام دی د برید موخه ګرځول شوی دی.
هغه وایي چې دې کس په سترګه په سوک وهلی او عینکې یې ورله ماتې کړي.
د حسیني په خبره، دا کار د دریمې حوې د پولیسو امر شتون کې ترسره شوی مګر پولیسو د دې حمله کوونکي پرضد څه اقدام نه دی کړی.
د کابل پولیسو تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دې ښودلی.
له بلې خوا، د خاور شخصي تلویزیون مدیر وایي هغه د ښوونکي ورځې په ویاړ جوړو شوو مراسیمو کې چې د پنجشنبې په ورځ کندز کې جوړ شوي و، وهل شوی او د سرپرست والي ساتونکو له لورې د دې رسنۍ کامره ضبط شوې.
د هغه په وینا دا پېښه وروسته له هغې پېښه شوې ده چې د دې رسنۍ انځور اخیستونکي له لورې د ولایتي شورا د رئیس عبدالقدیر حسین خیل او د دې ولایت د پوهنې رئیس محمد ظاهر نظم ترمنځ لفظي شخړه چې په فزیکي نښتې باندې پای ته ورسیده ثبتوله.
صابري زیاته کړه:« د دې شخړې رامنځته کیدو سره، د دې دوه دولتي مسوولینو او والي ساتونکو له لورې، د خاور تلویزیون انځور اخیستونکي د ویډیو کولو مخنیوي څخه ما کوښښ وکړ انځورونه واخلم
،ووهل شوم او کامره مې د والي ساتونکو له ځان سره یوړه.»
صابري وایي له هغه وروسته د والي دفتر ته تللی او خپله کامره یې اخیستې ده.
د کندز والي ویاند واسیع باسل د دې پېښې رامنځته کېدو څخه په خواشنیۍ سره وویل؛ چې د والي ساتونکو په دې پېښه کې لاس نه درلوده.
دوه اونۍ وړاندې د کندز ولایت سرپرست غلام سخي بغلاني ساتونکو دوه خبریالان د ولایت مقام دروازه کې وهلي او سپک کړي دي.
دا کار د خبریالانو له تند غبرګون سره مخ شو او هغوی په دې برخه کې د عدالت غوښتنې ترڅنګ؛ د سیمه ییزې ادارې پېښو خبري پوښښ تحریم کړ.
د کندز ولایت ملي امنیت څارنوالۍ څلور ورځې د مخه د میدوتیک رسنیز بنسټ دفتر مسوول عبدالله رسولي او د دې ولایت د کلتور او رسنیزو اړیکو بنسټ خبریالان محمد غفران ارمان او اسلام الدین صاحب محکمې ته احضار کړل.
دې ادارې ویلي چې دا احضارونه د سرپرست والي د شکایت په اساس شوې ده؛ چې دې درې خبریالانو ولایت مقام ته سپکاوی او توهین کړی دی او له دې اشخاصو به په دې برخه کې پلټنې وشي.
د افغانستان خبریالانو مرکز کندز او کابل کې د خبریالانو په وړاندې د وروستۍ حملو او غیري قانوني کړنو غندنه کوي او له نوي دولت غواړي چې د اساسي قانون او ډله ییزو رسنیو قانون سره سم؛ د رسنیو ازادۍ خوندیتوب برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او په سزا ورکولو اجازه ورنه کړي دې برخه کې د هیواد لاسته راوړنې اغېزمنې شي.

