۱۹ تلې ۱۳۹۵
کابل: د افغانستان خبريالانو مرکز په کابل ښار کې د افغانستان ټايمز ورځپاڼې په مسئول مدير وسله وال بريد په کلکه غندي او له امنيتي مسئولينو غواړي چې خپلې بېړنۍ او جدي څېړنې په دې برخه کې پيل کړي او عوامل يې تر قانوني څار لاندې ونيسي.
عبدالصبور سرير وايي چې تېره شپه شاوخوا ۹ بجې هغه وخت چې غوښتل يې له دفتره خپل کور ته لاړ شي؛ د کابل ښار پنځلسمې امنيتي حوزې اړوند د خواجه بغرا په سيمه کې د بريد موخه وګرځېده.
نوموړي وويل: « په داسې حال کې چې په خپل شخصي موټر کې د کور په لور روان وم، په يو هايليکس موټر کې درې تنو ناپژانده وسله وال بريدګرو له خوا ودرول شوم؛ دې خلکو زما له سختو وهلو ټکولو وروسته، موټر، لپ ټاپ او تليفونونه مې له ځان سره يوړل او په هماغه وخت کې يې زما ورور ته وويل چې پوليسو ته د دې قضيې د اطلاع ورکولو په صورت کې به دې ورور ووژل شي.»
سرير چې د سر په برخه کې ټپي شوی دی؛ روغتون ته لېږدول شوی؛ مګر وايي چې روغتيايي وضعيت يې ښه دی.
د افغانستان ټايمز ورځپاڼې مسئول مدير ادعا کوي چې پنځه مياشتې وړاندې هم د کابل ښار څلورمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د اختطاف له وېرې سره مخامخ شو، مګر د پوليسو موټر د ناڅاپي راپيدا کېدو لامله انسان تښتوونکي له هغه ځايه وتښتېدل.
د هغه په وينا تر اوسه څرګنده نه ده چې دا کسان وسله وال غله دي او که له هغو خلکو سره اړيکه لري چې مخکې يې ګواښلی و.
د کابل امنيتي مسئولينو تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
د افغانستان خبريالانو مرکز د دې پېښې د کلکې غندنې تر څنګ؛ رامځته کېدل يې په کابل کې د رسنيو کارکوونکو لپاره د خونديتوب د نه شتون او ډار څرګند دليل ګڼي او د دې وضعيت د دوام په اړه کلکه اندېښنه لري.
د خبريالانو او آزادو رسنيو دا ملاتړی بنسټ د پلازمېنې له امنيتي مسئولينو غواړي چې په دې برخه کې خپلې څېړنې ژر تر ژره پيل کړي او عوامل يې معلوم او ورسره قانوني چلند وکړي.

