
۱۴۰۰ وږي ۱۷ مه
کابل- د افغانستان دخبریالانو مرکز د طالبانو له لورې په کابل او مزارشریف کې د لاریونونو پرمهال دخبریالانو سره تاوتریخوالی، له سپکاوي ډک چلند او بندي کول په کلکو ټکو غندي.
نن لږ تر لږه ۱۴ خبریالان چې په کابل کې یې سوله ییز لاریون ته پوښښ ورکاوه د طالبانو له لورې ټکول شوي او یا ورته سپکاوی شوی دی او د څو ساعتونو لپاره بندیان شوي دي.
تېره ورځ هم لږ تر لږه څلور خبریالان چې په مزارشریف ښار کې یې ورته پېښې ته پوښښ ورکاوه د طالبانو له لورې ورسره تاوتریخوالی شوی و. یو شمېر خبریالانو ویلي دي چې طالبان د دې لاریونونو له پوښښه غوصه شوي دي او ګواښ یې کړی دی چې باید هغې ته پوښښ ورنه کړي.
په دې لاریونونو کې مظاهره کوونکو د « ازادي، ازادي» شعارونو د بدرګه کولو ترڅنګ د افغانستان په چارو کې د «پاکستان مداخلې» غندنه کوله.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د خبریالانو پرضد د وسله والو طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند او سپکاوی چې په څو جلا جلا مرحلو کې په مختلفو بڼو ترسره شوی دی په کلکو ټکو غندي.
د سوله ییزو لاریونونو له لارې د خپل حق غوښتنه د هېواد د هر وګړي بنسټیز حق دی او په ورته وخت کې خبریالان باید د خپل هېواد دغه پېښو ته له کوم خنډ او تاوتریخوالي پرته پوښښ ورکړي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د طالبانو له لورې خبریالانو سره دا ډول چلند د هغوی د لومړنۍ ژمنې چې د بیان ازادۍ ته د درناوي او خپلواکو رسنیو د فعالیت په اړه یې کړې وه د ماتونې د بارزې نښې په سترګه ګوري او د طالبانو له لورې هغې ته د رسېدنې او د خبریالانو حقونو ته د درناوي کولو غوښتنه کوي.

