د خاور ټلویزیون پخوانی مسؤل مدیر ذکي قیس په کابل کې له «طالبانو سره د تړاو لرونکو کسانو» له خوا سخت وهل شوی دی

۱۴۰۰ جدي ۲۷ مه

کابل- د خاور ټلویزیون پخوانی مسؤل مدیر ذکي قیس وايي، چې تېره شپه په کابل کې د ناپېژاندو کسانو له خوا چې ځان یې د طالبانو حوزې امنیتي کار کوونکی [د طالبانو پولیس] معرفي کاوه، سخت وهل شوی دی.

قیس د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د کابل ښار ۱۶مې حوزې اړوند د ده خدایداد په سیمه کې د خپل کور په دروازه کې رامنځته شوې ده. هغې وویل:« یو چا زموږ د کور دروازه وټکوله، پوښته مې وکړه څوک یې، یو چا وویل چې د حوزې [ طالبانو پولیس] څخه راغلي یو او د سیمې د وکیل د کور پته غواړو؛ مګر د دروازې له پرانیستو سره سم، د دروازې تر شاه ولاړو کسانو څخه یو له ویښتو ونیولم او بل کس هغې ته وویل چې ويې وهه.»

د خاور ټلویزیون پخواني مسؤل مدیر زیاته کړه:« له بریدګر څخه چې په سر او مخ یې وهلم په ستونزو ځان خلاص کړ، سمدستي مې د کور دروازه بنده کړه او کله چې د کور داخل ته ننوتم، مېرمنې وویل چې سر دې وینې دی.»

ذکي قيس وويل، چې د ناڅاپه بريد له امله يې بريد کوونکي نه دي پېژندلي او نه پوهېږي، چې څوک دي، خو له وېرې د پوليسو حوزې ته نه دی ورغلی.

ذکي قیس وایي د کابل تر سقوط او د روان کال د زمري په ۲۴ د طالبانو تر واک وړاندې یې، د خاور تلویزیون د مسؤل مدیر په توګه کار کوه؛ خو د ناسمو کاري شرایطو له امله یې له لسو کلونو وروسته په دې رسنۍ کې کار پرېښی دی.

تر اوسه د کابل امنیتي چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د سرپرست حکومت د اړوندو بنسټونو له مسوولینو غواړي، چې د دې پېښې څرنګوالی وڅېړي او د خپلو څېړنو پایلې له رسنیو سره شریکې کړي.

د طالبانو د سرپرست حکومت له رامنځته کېدو وروسته د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی او ګواښونه په چټکۍ سره زیات شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له واکمنې ادارې غواړي چې، په دوحه کې د سولې د خبرو پرمهال خبریالانو او رسنیو ته د درناوي او د هغوی د خوندیتوب په اړه په خپلو پخوانیو ژمنو عمل وکړي؛ ترڅو له ویرې او ځان سانسورونې ډکه فضا ژر تر ژره پای ته ورسېږي او خبریالان او رسنۍ وشي کولی له ویرې پرته په ازاده فضا کې خپل کار ته دوام ورکړي.