اجرائیه رئیس: په افغانستان کې خبريالانو او رسنیو ته د حکومت له لوري پاملرنه نده شوې.

۵ ثور ۱۳۹۴

کابل: د دولت اجرايوي رئیس په کابل کې له يو شمېر خبريالانو او د رسنیو مسؤلینو سره د ناستې پر مهال وویل چې د دولت د کارونو ارايئ لپاره د څېړنيزو راپورونه او د پردې تر شا د رازونو افشا کول ګټور دي خو په عين حال کې خبريالانو په دې اړه خپل مسوولیت سم ندى ادا کړى.

په دغه ناسته کې چې د رسنۍ او لسګونه بدلونونه په نوم د ژورنالستانو فدراسیون له خوا په کابل کې داير شوي وو د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ورته خبريالان راغلي وو ترڅو ددې ډلې پر وړاندې د شته فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړي.

عبدالله د تحقيقي راپورونو په جوړولو کې د خبریالانو پر وړاندې شته ستونزې يادې کړې او وي ويل چې دا ډول راپورونو جوړول له رکود سره مخ دي.

هغه وویل چې يو وخت دغه راپورونه ښه و خو له څو کلونو راهیسې د زورواکو د تهدید او ستونزو ته د نه رسيدګۍ په اساس چې دوى بايد انعکاس ورکړي دغه ډول راپورونو کم شوي دي او خبريالان ورته زړه نه ښه کوي.

هغه وهل او ټکول، ناوړه چلند، د حکومتي چارواکو له لوري د ځواب نه ورکول او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نه پلي کول د خبریالانو پر وړاندې اصلي ننګونې وګڼلې.

د حکومت اجرايي ريیس زياته کړه چې د خبریالانو د لاسته راوړنو سره هم دوى د دولت له لوري تر پاملرنې لاندې ندي نيول شوي.

په ېاده جلسه کې چې د سرطان په ٩ د دوشنبې په ورځ داير شوې وه حاضرو غړيو حق ته د لاسرسي قانون طرحه تر بحث لاندې ونيوله او هغه يې شپږ فصلونو او ٣٢ مادو د رايو په اکثريت سره تصویب کړه.

ددغه قانون طرحه چې له دريو کلونو راهیسې د حکومتي بنسټونو له لوري تر بررسۍ لاندې وه دوه مياشتې وړاندې ولسي جرګې ته د تصويب په موخه واستول شوه.

له دې وړاندې په افغانستان کې اطلاعاتو ته د رسېدو هيڅ قانون نه و موجود او رسنيو نشواى کولى چې دولتي او خصوصي ادارې د معلوماتو د ورکولو لپاره تر فشار لاندې راولي.

اجرايي رئیس وويل چې خبريالان کارى مصؤنيت نلري او هر وخت د نامعلوم دليل له مخې له‌ کار څخه ويستل کېږي.

هغه وويل چې خبريالان د خطر په اخيستو سره خلکو ته معلومات رسوي خو په نامشخصو دلايلو د رسنیو د مسؤلینو او دولتي چارواکو له‌ لوري تهديد او يا له کاره ويستل کېږي.

عبدالله غوښتنه وکړه چې اطلاعاتو ته د رسېدو قانون تر څنګ دې يوه بله لاېحه هم تصویب شي چې د رسنیو کارکوونکي له دليل پرته له کاره ونه ايستل شي او دغه لايحه دې د مشورې وروسته د رسنيو د مسؤلینو او مدني ټولنو له لوري عملي شي.

دهغه په وينا دولت او د رسنيو مسؤلين باید يو له بل سره هماهنګي رامنځته کړي او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون عملي کړي.

د حکومت دغه مقام په دغه ناسته کې د خپلو خبرو په ترڅ کې خبريالانو سره د دولتي چارواکو له خوا د ناوړه چلند يادونه وکړه او ويې ويل چې متاسفانه دغه موضوع شتون لري.

په وروستیو کې اجرائیه ریاست او جمهوري رياست ته شکايتونه رسيدلي دي چې د طالبانو وياند ويان د حکومتي وياندويانو په نسبت ژر او دقيق ډول اطلاعات نشروي.

يو شمېر خبريالانو ويلي دي چې د دولتي بنسټونو مطبوعاتي دفترونه او وياندويان يا خبرې نه کوي او يا دقيق معلومات نه ورکوي.

 د حکومت اجرائیه رئیس په دې اړه وويل زه اقرار کوم  چې طالبان د معلوماتو په رسولو کې تېز دي خو حکومت بايد حقايق که څه هم چې ترخه وي باید د خلکو په واک کې ورکړي.

د هغه په باور د طالبانو هدف د خلکو په منځ کې د وحشت او ويرې خپرول دي او رسنۍ بايد د افراطي ډلو د نفوذ په اړه محتاطې و اوسي.