۵ دلو ۱۳۹۳
کابل: د ملي پوليسو راډيو چې د داخله چارو وزارت په بوديجې جوړه شوې ده، په رسمي ډول پرانستل شوه.
داخله چارو وزارت ويلي دي چې دغه راډيو په کابل او شاوخوا ولايتونو کې په ۹۶/۵ اف ام څپو نشرات لري چې په راتلونکي يو کال کې به يې نشرات ټولو ولايتونو ته وغځېږي.
محمد ايوب سالنګي د داخله چارو وزارت سرپرست ددغې راډيو د پرانستې په مراسمو کې وويل چې دغه راډيو يې د پوليسو د فعاليتونو په د خلکو د خبرونې لپاره جوړه کړې ده.
د هغه په وينا خلک کولاى شي چې ددغې راډيو په واسطه په پوليسو پورې اړوند خپلې ستونزې مطرح کړي څو پوليس د هغه په اړه اقدام وکړي.
ددغې راډيو ټول لګښت درې ميلونه افغانۍ چې شاوخوا۵۰ زره ډالر کېږي اعلان شوى چې د داخله چارو وزارت له بوديجې څخه ورکړل شوى دى.
په اوس وخت کې دوه سوه راډيويي او اويا تلويزيوني شبکې په هيواد کې فعاليت لري.

