۱ زمری ۱۳۹۷
کابل- د افغانستان د خبريالانو مرکز په کابل کې د تېرې ورځې په بريد کې د فرانسې خبري آژانس (AFP) د دفتر موټر چلوونکي محمد اختر د وژل کېدو په تړاو خپل ژوره خواشيني څرګندوي او له همکارانو او کورنۍ سره يې همدردي ښکاره کوي.
تېره ورځ د هوايي ډګر په څلور لارې کې يو ځانمرګي بريد وکړو. امنيتي سرچينو ويلي چې په دې بريد کې د محمد اختر په ګډون ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړو او له ۶۰ تنو زيات نور ټپيان شوي دي.
دا بريد د جنرال عبدالرشيد دوستم د موټرونو کاروان له تېرېدو څو دقيقې وروسته رامنځته شو. دوستم په ترکيه کې له شاوخوا ۱۴ مياشتو تېرېدو وروسته کابل ته راغی.
د محمد اختر همکاران وايي چې هغه له کوره د کار ځای په طرف روان و، چې د دې تروريستي بريد قرباني شو. محمد اختر ۳۱ کلن او د څلورو اولادونو پلار و. هغه له لسو کلونو را په دې خوا په کابل کې د فرانسې آژانس دفتر سره د موټر چلوونکي په توګه کار کولو.
د داعش ترهګرې ډلې د دې بريد مسووليت پر غاړه اخېستی دی.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د دې پېښې د رامنځته کېدو او د فرانسې آژانس د دې کارکوونکي په وژل کېدو خپله ژوره خواشيني څرګندوي، له همکارانو او کورنۍ سره يې همدردي ښکاره کوي او ورته د جنت دعا کوي.
د محمد اختر له وژل کېدو سره په هېواد کې د روان کال د وژل شويو خبريالانو او رسنيو کارکوونکو شمېر ۱۲ تنو ته رسېږي. په هېواد کې د خبريالانو پر وړاندې په يو خونړي بريد کې د غوايي په ۱۰ نېټه د داعش ډلې يو ځانمرګي په کابل کې د خبريالانو يوه ډله خپله موخه وګرځوله؛ چې ۹ تنه خبريالان او انځور اخېستونکي په کې ووژل شول او ۸ تنه نور ټپيان شول.

