ملي ارمان ورځپاڼه څارنوالۍ ته معرفي شوه

کابل، ۶ حوت ۱۳۹۱

د کابل چاپ ملي ارمان ورځپاڼه د ولسې جرګې یو غړي شکایت له امله رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمېسیون له لورې څارنوالۍ ته معرفي شوه.

د ملي ارمان ورځپاڼې مسوول مدیر میر حیدر مطهر وویل چې دا پرېکړه د هغه نشتون کې شوې او ورته د منلو نه ده.

د هغه په وینا، اطلاعاتو او کلتور وزارت کې دې کمېسیون په خپله ناسته کې د ملي ارمان ورځپاڼې استازي په نه شتون کې، په غیابي ټوکه پرېکړه کړې او دا ورځپاڼه یې څارنوالۍ ته ورپېژندلې ده.

ملي ارمان ورځپاڼې څلور میاشتې مخکې په تروریستي فعالیتونو تورن یو کس خوشې کولو په اړه یو راپور خپور کړی و.

د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي په دې راپور کې تورنه شوې وه چې له بند څخه د دې بندي په خوشې کولو کې ګټه پورته کړې ده.

رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدو کمېسیون ریاست د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین په پر غاړه لري.

دا ورځپاڼه په داسې وخت کې څارنوالۍ ته معرفي کیږي چې یوه اونۍ وړاندې د هیواد پېژندل شوي خبریال او لیکوال پرتو نادري پر ضد د هوایي چلند او ټرانسپورټ وزیر داود علي نجفي شکایت په همدې کمېسیون کې تر بحث لاندې ونیول شو.

څارنوالۍ د کابینې د دې وزیر شکایت له امله د نجفي زاده په اړه ملي ارمان ورځپاڼه کې د مطلب لیکلو په خاطر د پرتو نادري د نیول امر ور کړی و.

نادري په دغه ليکنه کې نجيفي ته منسوب سند چې ځينو رسنيو د « ۱۳۸۸کال جمهوري رياست په انتخاباتو کې تقلب او د حامد کرزي په قدرت رسولو کې د هغه رول» په اړه خپور کړی و، نقد کړی و.

بلاخره د روانې میاشتې په ۵ نېټه د هیواد رسنیو ټولنې فشارونو او په ولسي جرګه کې د ځوان وکیل بکتاش سیاوش پر هڅو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر رسنیزو شکایتونو او سرغړونو کمېسیون ته حاضر شو او په رسمي ټوګه یې خپل شکایت بېرته واخیسته.