کابل، ١٠ سنبله ١٣٩٢
له کابله چاپېدونکې خدمتګار ورځپاڼه د اقتصادي ستونزو له امله د فعالیت څخه وه لوېده.
خدمتګار ورځپاڼې د سنبلې میاشتې په ۹ مه نېټه د یکشنبې په روځ اعلان وکړ چې دا ورځپاڼه د مالي سرچینو د پېدا کولو په هڅه کې ده او د اړتیا وړ سرچینو له پېدا کولو وروسته به په فعالیت باندې پېل وکړي.
دې ورځپاڼې چې مطالب یې په پشتو ژبه و، په ۱۳۸۸ کال کې د کب میاشتې به ۸ مه نېټه په فعالیت پېل وکړ.
خدمتګار په خپله ورستۍـ ۱۰۲۷ـ شماره ګڼه کې لیکلي چې د څلور کاله فعالیت پرمهال یې له پینځه زره زیات سیاسي، ټولنیزې، اقتصادي او ادبي مقالو سر بېره شاوخوا ۱۰ زره راپورونه او خبرونه خپاره کړي.
ویل کیږي دا ورځپاڼه د هیواد په ۲۲ ولایتونو کې په ۱۰ زره نسخو کې خپرېدله
د افغانستان خبریالانو مرکز د ازادو رسنیو د فعالیت درېدل رسنیزه ضایع ګڼي او د رسنیو ناسم مالي حالت او د رسنیو د کار پر دوام باندې د هغې پایلو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګندوي.
د افغانستان د ډله ییزو رسنیو قانون په اساس چې د ملي شورا د تصویب وروسته ۱۵/۴/۱۳۸۸ په رسمي توګه عملي شو؛ دولت د رسنیو ملاتړ، غښتلتیا او ساتنې باندې مکلف دی.
د افغانستان خبریالانو مرکز د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غواړي، د رسنیو ستونزو ته په کتو د خپلو ژمنو سره سم عمل وکړي او د رسنیو مالي ستونزو حل برخه کې د مناسبې لارې څخه اقدام وکړي او اجازه دې نه ورکوي ازادې رسنۍ چې په حقیقت کې د خلکو غږ دی یو په بل پسې سقوط وکړي.

