د افغانستان اجرائیه رئیس: په افغانستان کې سزا ورکونی معافیت ته د پای ټکی ږدو،

 ۴ قوس ۱۳۹۳

کابل: د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې د تاوتریخوالې ترسره کونکو پرضد د معافیت ختمولو په اړه پېل شوي سرتاسري پیل شوي کمپاین په اړه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان حکومت به دې معافیت ته د پای ټکی کیږدي.

عبد الله عبد الله په دې خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځې خپره شوه یوځل بیا د بیان له ازادۍ او رسنیو ازاد فعالیت باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د ملي وحدت حکومت په دې برخه کې خپلو ژمنو عمل کوي.

هغې د افغانستان خبریالانو مرکز او د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر نورو بنسټو مسوولینو هیئت سره لیدنه کې چې د بیان ازادۍ غښتلتیا ته ژمن دي وویل چې حکومت د سزا ورکونې معافیت پرضد په جدیت سره کار کوي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریئس، یوه ورځ وروسته په دې اړه کابل کې جوړه شوې غونډې ته خپله بیانیه صادرکړه چې د هغه د ویاند اصف اشنا له لورې وړاندې شوه.

عبدالله وویل چې د رسنیو ټولنې قربانیانو دوسیې به تر څېړنې لاندې ونیسي او رسېدنه به ورته وشي.

د افغانستان حکومت اجرائیه رئیس وویل: « موږ غواړو د دې دوسیو په څېړنې، رسېدنی او د مجرمینو په مجازات کولو سره د سزا څخه د معافیت کلتور ته د پای ټکی کېښودل شي او له یو اړخه د خبریالانو او رسنیزو فعالانو په وړاندې د جرمونو عاملین د خپلو کړنو پایلې ته ورسیږي او له بل اړخه د رسنیزې ټولنې غړي خپل ځان خوندي احساس کړي او ځان سانسورونې ته اړ نه شي.»

عبد الله زیاته کړه چې د ملي وحدت حکومت د بیان ازادي او د رسنیو ازاد فعالیت د وروستۍ یوې لسیزې مهمې لاسته راوړنې په سترګه ګوري، ملاتړ یې کوي او د هغې ساتنې ته ژمن دی.

په هغه مراسیمو کې چې په دې مناسبت په کابل کې جوړ شوي و، له هغه خبریالانو او رسینزو فعالینو څخه چې په ورستي ۲۰ کلونو کې مړه شوې او یا وژل شوي، د افغانستان خبریالانو مرکز له لورې یې یاد تازه شو.

د افغانستان خبریالانو مرکز رئیس احمد قریشي په دې خبري ناسته کې وویل چې په وروستیو دوه لسیزو کې په افغانستان کې د خبري رسنیو۴۶ تنه خبریالانو، لیکوالانو او کارکونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دې پېښو زیاتره ترسره کونکې له سزا ورکونې معاف وو.

د هغه په وینا، له دې شمیر ۲۹ تنه یې په نښه او ژل شوي دي او ۱۷ تنه نور د چاودنو او ښکېلو اړخونو ترمنځ نښتو کې وژل شوي دي.

هغې زیاته کړه: « وژل شوي ۱۹ تنه خبریالانو او رسنیز فعالین افغانان دي او سربېره پر دې دوه ازاد خبریالان چې افغانان دي پاکستان کې په نښه او وژل شوي دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز رئیس وویل: « له دې ډلې ۱۲ تنه د وسله لرونکو مجرمینو، ۶ تنه د وسله والو طالبانو له لورې، ۵ تنه د ځایې خلکو او یا د هغوی کورنۍ غړو له لورې، ۳ تنه د نا معلومه وسله والو له لورې، یو کس د امریکایي عسکرو له لورې، یو کس د اسیاف د غړي یو تن بریتانوي عسکر له لورې او یو تن د افغانستان پولیسو له لورې وژل شوی دی.»

د دې بنسټ په وینا، تر اوسه پورې د دې وژنو ۹۳ سلنه عاملین له سزا ورکونې معاف دي او په دې منځ کې یواځې د ملي راډیو تلویزیون ویاند سید حامد نوري او د «اندخوی زیبا» نشریې مسوول مدیر رحمان قل د وژنو قضایه احکام اجرا شوي دي او تازه ابتدایه محکمې د اسوشېټدپرس خبري اژانس انځورګر انیا نیدر ینګهاس او د ایساف راډیو پخوانۍ خبریالې د وژنې په تور د دوه کسانو په اړه حکومونه صادر کړي، مګر نورو وژنو کې ښکېل کسان له سزا ورکونې بچ پاتي دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز له لورې د خپرو شو معلوماتو په اساس په وروستیو شلو کلونو کې ۱۷ تنه د ماین په چاودنو او یا کاروانو نو باندې وسله والو حملو کې وژل شوي چې پکې یې د خبریالانو د قصدي وژنو نیت نه درلوده.

د دې بنسټ موندنو په اساس، طالبان د دې حملو په ترسره کولو تورن دي او یا د دې چاودنو پلانونکي و او یا دې ډلې یې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی مګر ډیر یې له سزا ورکونې معاف وو.

په افغانستان کې د جزا څخه د معافيت په وړاندې د روان کال په کمپاين کې په کابل او د کندز، مزار شريف، هرات، لښکرګاه، کندهار، خوست، جلال آباد، غزني او چاريکار ښارونو کې د خبريالانو، رسنيو فعالانو، اومدني ټولنو اعتراضونه راپورته شول.

دا سرتاسري کمپاین چې د افغانستان خبریالانو مرکز په نوښت او آی فکس شبکې په ملاتړ پېل شوی و، ګډون کوونکو د ملي وحدت حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د معافیت ختمولو برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي او خبریالانو سره تاوتریخوالي ترسره کوونکو سره پرېکنده عمل وکړي او نه دې پرېګدي چې معافیت په یو کلتور بدل شي.