تر ټولو خواشینوونکی خبر چې اورېدلی یې شو: د طالبانو د برید په پایله کې یو خبریال له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره ووژل شو

کابل: ۱ حمل ۱۳۹۳

د افغانستان د خبریالانو مرکز د فرانس‌پرس خبري اژانس او پرسیستان وېب پاڼې خبریال احمد سردار او د هغه د مېرمنې او دوو ماشومانو د وژل کېدو په اړه خپله ژوره خواشیني څرګندوي.

۴۰ کلن احمد سردار او کورنۍ یې تېره شپه د نوي کال په مناسبت د کابل د ښار په منځ کې د سرینا هوټل ته تللي وو، چې وسله‌والو طالبانو پرې برید وکړ او دوی یې ووژل. په دې پېښه کې څلور نور کسان هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

ویل شوي چې بریدکوونکي څلور تنه وو او د مېلمنو په توګه هوټل ته ورغلي وو. لاهم دا نه ده څرګنده چې بریدکوونکي څنګه داسې هوټل ته داخل شوي و، چې د سخت امنیتي پوښښ لاندې وي.

دغه راز، د ۱۳۸۷ کال په مرغومې مياشت کې هم د طالبانو ورته برید کې د ناروی د «دګبلادت اسلو» ورځپاڼې خبریال کارستن توماسن او د هوټل اووه نور مېلمانه ووژل شول.

د ۱۳۷۳ لمریز کال راوروسته، په افغانستان کې ۴۳ خبریالان وژل شوي دي، چې د احمد سردار په ګډون ۲۶ تنه په قصدي ډول په نښه شوي او وژل شوي دي.