د افغانستان خبریالانو فدراسیون جوړ شو

کابل، ۱ دلو ۱۳۹۱

لس رسنيزو بنسټونو په یوې تازه طرحې سره د څلورو کلونو هڅو وروسته د افغانستان خبریالانو فدراسیون جوړ کړ.

دا فدراسیون د یکشنبې په ورځ په رسمي توګه د غړو بنسټونو استازو په ګډون د کابل ستاره هوټل کې د شتون اعلان وکړ.

دې فدراسیون په یو خبرپاڼه کې اعلان وکړچې د دې بنسټ څخه یې موخه د بیان ازدادۍ، ازداو رسنیو او خبریالانو حقونو څخه ملاتړ دی.

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین دی

د رسنیو کاري ظرفیت لوړول، رسنیو کار پورې اړوند قوانینو جوړول او د بیان له ازادۍ او ازادو رسنیو ملاتړ نړیوالو بنسټونو سره د اړیکو رامنځته کول، د دې فدراسیون نورې موخې یادې شوې دي.

د خبریالانو ملي اتحادیه، د افغان خبریالانو او ورځپاڼه لیکونکو ملي اتحادیه، د جنوبي اسیا ازادو رسنیو ټولنه(سفما)، د جنوبي اسیا ښځینه خبریالانو ټولنه( سووم)، د افغان ښځینه خبریالانو ټولنه، د ازادو خبریالانو ټولنه، د افغان خبریالانو څخه د دفاع کمېټه، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه، نی ( له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره) او د افغانستان خبریالانو شورا د دې فدراسیون غړي دي.

د خبریالانو د ملي اتحادیې اجرائیه رئیس فهیم دشتي وویل چې د هیواد رسنیو ټولنې لپاره د دې فدراسیون رامنځته کول یوه اړتیا وه او باور لري چې کولی شي د خبریالانو او رسنیو ازادۍ ازادۍ او حقونو څخه په پوره قوت سره دفاع وکړي.

نی موسیسه کې د ازادو رسنیو مسوول صدیق الله توحیدي همدارنګه وویل چې د دې فدراسینون جوړېدل د افغانستان خبریالانو د یوې واحدې اتحادیې د رامنځته کولو په لور لومړنی ګام دی.

د نی موسسې دفتر کې د زادو رسنیو څارونکی.

هغې وویل امید لري چې په دې برخه کې فدراسیون سره د نورو فعالو بنسټونو یوځایوالی او د دې بنسټونو ترمنځ همکاري او همغږي د خبریالانو د سرتاسري اتحادیې را منځته کولو برخه کې هم پایله ورکړي.