کابل، ۲۰ کب ۱۳۹۲
د افغانستان خبریالانو مرکز، د بریتانیایي ــ سوېډني خبریال نیلز هارنر مرګ چې تازه افغانستان ته راغلی و په کلکو ټکو غندي او د افغانستان حکومت څخه په کلکه غواړو چې د دې پېښې پلټنه وکړي او عوامل یې تر قانوني پلټنو لاندې ونیسي.
دا خبریال د سه شنبه په ورځ د کابل وزیر اکبر خان سیمه کې د نا معلومه کسانو له لورې په ډزو ووژل شو.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وایي چې دا خبریال دوه ورځې وړاندې کابل ته راغلی و او د کابل په یو هوټل کې اوسېده.
هغې وویل چې نېلز هارنر د سه شنبې په روځ له خپل ژباړونکي او موټر چلونکي سره چې په یوه کرو لاډوله موټر کې ناست د کابل وزیر محمد اکبر خان ۱۵ سرک د پولیسو لسمې حوزې څخه د تېرېده چې نامعلومه وسله والو له لورې پرې حمله شوې او ټپي شوی دی.
د ستانکزي په خبره دا خبریال روغتون ته وړل شوی خو د سختو ټپونوله امله یې ساه ورکړې.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند زیاته کړه چې تر اوسه د دې پېښې ترسره کېدو لامل معلوم شوی نه دی مګر د دې خبریال ژباړن او موټر چلونکي څخه پلټنې شروع شوي دي. د دې خبریال په وژلو کې طالبانو خپل لاس لرل رد کړی دی.
ټکو غندي او د افغانستان حکومت څخه په کلکه غواړو چې د دې پېښې پلټنه وکړي او عوامل یې تر قانوني پلټنو لاندې ونیسي.