د پوليسو له لوري د يک تلويزون د يو کمره مين وهل غندو

د پوليسو له لوري د يک تلويزون د يو کمره مين وهل غندو

کابل: ۲۹ ثور ۱۳۹۴

 د يک تلويزون مسولين وايي چې د دې تلويزون يو کمره مين روح الله کليوال د کابل په امينه قومندانۍ کې د پوليسو له لوري په ډېرې بې رحمۍ سره وهل شوی دی او کمره يې ماته شوې ده.

عبدالله ازاده خنجانی، د يک تلويزون د خبري څانګې مسؤل ددې موضوع په اړه وايي دغه پېښه په کابل کې د ننۍ انتحاري پېښې په دوران کې شوې ده.

د هغه وينا عبدالرحن رحيمي د کابل د پوليسو امر ددغه کمره مین د وهلو ډبولو او د کمرې په ماتيدلو سره کوم غبرګون ندی ښودلی.

په دغه حمله کې چې د عدليې وزارت د کارکوونکو په موټر شوی و، لږ تر لږه څلورتنه ووژل شول او له ۴۰زيات چې ويل کېږي ټول غېر نظامي زخمي شوي دي.

د روح الله يو همکار قيام نوري په خپله فسبوک پاڼه کې ليکلي چې دغه کمره مين له دې وروسته ندى توانيدلى چې دغه انتحاري حمله په سم ډول پوښښ کړي.

د کابل د پوليسو قومندان په دې اړه تر اوسه خپل نظر ندى څرګند كړى.

د افغانستان خبريالانو مرکز د خلکو د امنيت په برخه کې د پوليسو د کړنو په ستايلو سره ددغه کمره مين وهل په کلکه غندلي دي، او د پوليسو له قومندان څخه يې په دې اړه توضيح غوښتې ده.

دغه بنسټ د کابل پوليسو له قومندان څخه غوښتي هغه خلک چې په دغه قضيې کې دخيل دي تر څارنې لاندې دې ونيسي او دغې رسنۍ ته اوښتى زيان دې جبران کړي.