کابل ۱۷ غبرګولی ۱۳۹۶
د پرېس ټي وي د انځور اخېستونکي حبيب الله حسين زاده له ورکېدو يوه اونۍ وروسته؛ کورنۍ يې تائيد کړه چې د نوموړي مړی يې پېژندلی دی. د هغه د مړينې په تائيد سره د کابل په تروريستي بريد کې د رسنيزې ټولنې د وژل شويو شمېر څلور تنو ته ورسېد.
د حبيب الله ورور رحمت الله حقيار هشت صبح ته ويلي چې په بېلابېلو روغتيايي مرکزونو کې له څو ورځو پلټنې وروسته؛ دوه ورځې وړاندې د ملي امنيت په يوه اداره کې د حبيب الله جيبي بکسه چې په هغه کې يې د خبريالۍ د کارت سربېره ځينې اسناد موجو و؛ لاسته راوړې ده.
نوموړي ويلي چې د ملي امنيت کارکوونکو ويلي چې دا بکسه يې د زنبق څلورلارې کې د خونړي تروريستي بريد ځای ته نږدې موندلې ده او د دې بکسې خاوند ژوندي پاتې کېدو ته کومه هيله نه لري.
جق يار څرګنده کړې چې د کورنۍ غړيو يې په عدلي طب کې د يو مړي ځينې نښو په څېړلو سره باور کړې چې حبيب الله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د زنبق څلور لارې خونړی ځانمرګی بريد د غبرګولي په لسمه رامنځته شو. په هماغه ورځ اعلان شوه چې د بي بي سي او طوع نيوز د کارکوونکو دوه موټره له دې سيمې تېرېدل؛ هم ويجاړ شوي او د بي بي سي موټر چلوونکي محمد نذير او د طلوع تلويزيون د تخنيک برخې کارکوونکي عزيز نوين خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
يوه ورځ وروسته تائيد شوه چې د ملي راډيو تلويزيون د تخنيک برخې کارکوونکي عمر ارغنديوال هم د دې چاودنې لامله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پرېس ټي وي انځور اخېستونکي او درې رسنيزو کارکوونکو پر مړينې سربېره؛ لږ تر لږه ۱۳ تنو چې څلور تنه د بي بي سي خبريالان، درې تنه د يو تلوېزيون کارکوونکي، درې د طلوع تلويزيون کارکوونکي، دوه تنه د مشعل تلويزيون او يو تن د آريا تلويزويون کارکوونکی؛ ټپيان شوي دي او د شاوخوا ودانيو له ډلې د يو تلويزيون ودانۍ ته جدي زيان اووښتی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ وويل چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه ټپيان شوي او له ۳۰۰ زيات نور ټپيان شوي دي. امنيتي سرچينې وايي چې ياده چاودنه ځانمرګی بريد و چې د فاضله اوبو د يو ټانکر پواسطه چې له چاودېدونکو موادو ډک و؛ ترسره شوې ده.
د افغانستان خبريالانو مرکز دا تروريستي پپېښه په کلکه غندي او له ستر خدايه وژل شويو ته د ابدي آرام او ټپيانو ته د بېړنۍ روغتيا هيله کوي.
دا بنسټ په عين حال کې له حکومته غواړي چې د اړوندو نړيوالو بنسټونو په مرسته د دې تروريستي پېښې ټول اړخونه په يو شفاف بهير کې بررسي او خلکو ته يې د پايلو اعلانولو تر څنګ؛ د هغو خلکو په مجازات کولو چې د دې پېښه د رامنځته کېدو په مخنيوي کې يې بې غوري کړې او د هغه خلکو په مجازات کولو کې چې په پلان کولو کې يې رول درلود؛ جدي اقدام وکړي.
د دې څلورو تنو رسنيزو کارکوونکو په وژل کېدو سره؛ له ۱۳۸۱ کال راهيسې تر اوسه په افغانستان کې د وژل شويو رسنيزو کارکوونکو شمېر ۷۶ تنو ته ورسېد او پر دې سربېره په دې موده کې لسګونه خبريالان ټپيان شوي هم دي.
د افغانستان خبريالانو مرکز موندنې ښيي چې د دې خلکو ډېری يې د رسنيز کار او يا د دندې اړوند فعاليت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی او يا ټپيان شوي دي.
په يوه تازه پېښه کې درې اونۍ وړاندې د ننګرهار ملي راډيو تلوېزيون آمريت څلور تنه کارکوونکو؛ د دې رسنۍ پر ودانۍ د داعش ډلې اړوند بريدګرو په بريد کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
لاسته راغلي معلومات دا په ډاګه کوي چې اکثره دا پېښې د امنيتي، عدلي او قضايي ارګانونو له بررسۍ او رسيده ګۍ لاندې نه نيول شوي او ډېری عاملين يې له سزا بخښل شوي دي.

