څارنوالۍ ته د دوو خصوصي ټلویزیونونو معرفي کول

کابل، سه شنبه ۲۱ سنبله ۱۳۹۱

د اطلاعاتو او کلتور وزارت دوه خصوصي ټلویزیونونه «ستاره» او «سبا» د « اسلامي او ملي روحیې خلاف پروګرامونو» نشرولو په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د رسنیزو سرغړونو ارزونې او شکایتونو ته د رسېدنې کمیسیون چې د اطلاعاتو او کتلور وزیر سید مخدوم رهین تر ریاست لاندې فعالیت کوي په یوه اعلامیه کې وویل چې دا تصمیم د سنبله په ۱۹مه یکشنبه په ورځ د دې کمیسیون په ناسته کې ونیول شو.

په هغه خبرپاڼه کې چې باختر دولتي خبري اژانس خپره کړې ویل شوي، "د اسلامي روحیې سره په ټکر پروګرامونو خپرولو په اړه د دې کمیسیون د تکراري او بېلابېلو خبرتیاوو خپرولو سربېره دې دواړو ټلویزیونونو خبرتیاوو ته پام ونه کړ او خپلو ناسمو پرواګرامونو خپرولو ته یې ادامه ورګړه."

ستاره ټلویزیون تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د سبا ټلویزیون رییس عبدالسلام رحیمي په یوه خبرپاڼه کې چې د دې ټلویزیون له لوري خپره شوه د رسنیزو سرغړونو ارزونې او شکایتونو ته د رسېدنې کمیسیون دا تور رد کړ.

د ده په وینا، د دې قضیې او څارنوالي ته د دې ټلویزیون د معرفي کولو په اړه دې ټلویزیون ته خبر نه دی ورکړل شوی.

رحیمي د کمیسیون دا کړنه د اطلاعاتو او کلتور وزیر له لوري د بیان ازادۍ محدودولو او رسنیو سانسور ګڼلی او د دې رسنۍ د حیثیت اعادې غوښتنه یې کړې.

تېر کال د سلواغې په میاشت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې په بېلابېلو ټلویزیوني شبکو کې د پروګرامونو ښځينه چلوونکو ته خبر ورکړ چې له لوڅ سر او ډېر ارایش څخه ډډه وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې ښځینه پروګرام چلوونکې باید "اسلامي اخلاق او ملي کلتور" مراعات کړي.

له دې مخکې هم دې کمیسیون خصوصي ټلویزیونونو ته اخطار ورکړی و چې که هغه انځورونو خپرولو ته ادامه ورکړي چې اجازه نه لری نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د رسنیزو سرغړونو ارزونې او شکایتونو ته د رسېدنې کمیسیون ویلي چې "د لوڅو او نیمه لوڅو انځورونو خپرول د شریعت خلاف، د افغانستان د خلکو منل شویو دودونو ماتولو او د عادي ژوند مسیر بدلولو" لامل کیږي او باید له خپرولو یې جدي ډډه وشي.

د افغانستان د رسنیو قانون چې په ۱۳۸۶ کال کې د ولسي جرګې یا نمایندګانو مجلس له لوري تصویب شو، له خپرېدلو مخکې او وروسته یې هر ډول سانسور منعه کړی دی، خو په دې قانون کې راغلي چې هر پروګرام یا مطلب خپرول چې په هغه کې د افغانستان عقیدو او سپېڅلتیاوو ته توهین شوی وي، ممنوع دی.

د دې قانون په پنځه څلوېښتمه ماده کې راغلي چې خصوصي راډیو او ټلویزیونونه مکلف دي په خپلو خپرونو کې د اسلام سپېڅلي دین اصول او احکام او د افغان ملت رواني امنیت او ملي، معنوي او اخلاقي ارزښتونه وساتي.