د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال د قانون منګولو ته سپارل کېږي

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال د قانون منګولو ته سپارل کېږي

۱۳۹۴ د وري ۱۲

کابل: د کورنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی چارواکی وایي، چې د فرخندې د قتل په تړاو د څرګندونو له امله د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیالې سیمین غزل حسن زاده څارنوالۍ ته لېږل شوې ده. 

د کورنیو چارو وزارت د جنایي څیړنو رئیس جنرال ظاهر ظاهر ازادي راډیو ته وویل، چې مېرمن حسن زاده د هغو کسانو له ډلې ده، چې په لومړیو کې یې له دې جنایت څخه په ډول ملاتړ وکړ، خو وروسته یې بخښنه وغوښته او ويې ویل چې د یادې پېښې په تړاو یې غلط غبرګون درلودلی او احساساتي عمل یې کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د جنایي څیړنو رئیس وویل: «د سیمین حسن زاده نوم مو په دوسیه کې ځای پر ځای کړی دی، هغه د اطلاعاتو او کلتور مرستیاله ده او باید مسؤولانه وغږېږي، هغه خبر یې چې کړې وه د قانون خلاف وه او باید ترې پوښتنه وشي.»

د ظاهر په وینا، د خلکو د احساساتو اغېزمنول په هر ډول چې وي جرم انګیرل کېږي او ترسره کوونکي یې د محاکمې وړ دي.

فرخنده هغه ځوانه نجلۍ چې د ۱۳۹۳ کال د کب په ۲۸ نېټه د کابل ښار شاه دو شمېره په سیمه کې د قرآن کریم د سوځولو په تور د یو شمېر کسانو له لوري تر برید لاندې راغله او د یو شمېر پولیسو په شتون کې لومړی ووهل شوه او بیا د موټر تر پای لاندې شوه او جسد یې هم وسوځول شو.

له پېښې وروسته د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې یاده ځوانه نجلۍ بې ګناه وه او د یو تور په پایله کې په دردونکي ډول ووژل شوه.

تر دې دمه د ۱۹ پولیسو په ګډون ۴۷ تنه په دې جنایت کې د ګډون او وظيفوي غفلت په تور نیول شوي دي او دوسیې یې د قانوني اجراآتو لپاره څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.