کابل، ۱۳۹۲ د غویي ۱۴مه
د ښځينه رسنیو نړیوال بنسټ د کليد رسنیز ګروپ رئیسه نجیبه ایوبي په ۲۰۱۳ کال کې د « په خبریالۍ کې د زړورتیا» جایزې ګټونکي اعلان کړه.
دې بنسټ اعلان کړی، چې ۴۵ کلنې نجیبې ایوبي څه باندې دوه لسیزې د افغانستان په رسنیو کې د يوې خپلواکه رسنۍ چارې پر غاړه درلودلې.
د ښځينه رسنیو نړیوال بنسټ د معلوماتو له مخې، د کليد رسنیز ګروپ رئیسه د نیوکه کوونکو راپورونو او د نوموړې د نه پام له امله، له ۲۰۰۴ کال راهیسی تل د ټلفن او لیکونو له لارې ګواښل شوې ده.
د یاد بنسټ د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي:« نجیبه ایوبي د مختلفو سرچینو له ګواښ سره مخ وه - سیاسیونو مسلح کسان د کور تر شا ورلېږلي، ناپېژانده وسله والو برید کوونکو ویلي چې کورنۍ ته به یې زیان ورسوي او د نوموړې دا پېښه روښانه شوې او په هره پېښه کې یې د خپل کار محدودولو غوښتنې رد کړي دي.»
نجیبې ایوبي د افغانستان د خپلواکو رسنیو د کنسرسیوم او په افغانستان کې د خپلواکو خبریالانو د ملاتړ په موخه د یوې نوښتګرې طرحې بنسټ اېښی دی.
له سوریې څخه ۲۵ کلن خبري انځوراخیستونکی نور کلز او له کمبوجیا څخه يو ۲۹ کلن خبریال بوفا فورن په ۲۰۱۳ کال کې د دې بنسټ د زړورتیا جایزو نور ګټونکي دي.
همداراز په ۲۰۱۳ کال کې د دې بنسټ د « د یو عمر خبریالۍ لاسته راوړنی» جایزه له زیبمابوه څخه ادنا مچیروري ته ځانګړې شوې ده، مېرمن مچیروري د خپل عمر ۵۰ کاله د خبريالۍ په برخه کې تېر کړي دي.
له دې وړاندې په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۸ کال کې دوه افغان مېرمنو شریفه اخلاص او فریده نيکزاد په خبریالۍ کې د زړورتیا جایزې ترلاسه کړې وې.
د ښځينه رسنیو نړیوال بنسټ، په ۱۹۹۰ زېږدیز کال کې په نړیوالو رسنیو کې د خبریالو مېرمنو د شتون پیاوړي کولو په موخه د امریکا په واشنګټن ښار کې د یو شمېر ښځينه خبريالانو له لوري جوړ شو.

