پنج شنبه ۷ حوت ۱۳۹۳
کابل: نجيب الله مسافر افغان پېژندونکی عکاس په شپږ مياشتې بند محکوم شو او د څرخي پله زندان ته ولېږل شو.
د اطلاعات روز ورځپاڼې په خپل راپور کې ويلي چې نجيب الله مسافر څلور ورځې مخکې او کابل د شپږمې امنيتي حوزې د مسؤلينو له لوري احضار شوی او وروسته خپله د کابل ولايتي ادارې ته تللی و.
ددې رسنۍ د معلوماتو په اساس، د ولايت مسؤلينو د مسافر له رسيدو وروسته هغه توقيف او د هماغې ورځې له تېريدو وروسته د هغه د محکمې جلسه دايره او په شپږمياشتې بند محکوم شو. ويل شوي دي چې مسافر تېره ورځ د خپل بند د تېرولو لپاره د څرخي پله زندان ته انتقال شوی دي.
د نجيب الله مسافر يو همکار قيس نجيب دغې ورځپاڼې ته ويلي چې استاد مسافر په ۱۳۸۵لمريز کال د کابل ښار په غازي لوبغالي کې د مراسمو په لړ کې د هغه انجونو عکس اخيستی و چې د باسکټبال رسم شوی بال يې د ورزشي نښان په توګه انتقالولو او دغه عکاس له دغه تصويرونو څخه دوه قطعې د پروډکشن هفتم په نوم په يو تبليغاتي شرکت پلورلي و. هغه شرکت په اصلي تصويرونو کې په لاسوهنې سره د باسکټبال توپ پر ځای د اتصالات شرکت لوګو(نښه) لږولې او نشر کړې وه.
د قيس په وينا، د پروډکشن هفتم په واسطه چې د اتصالات شرکت د تبلغاتو برخه يې په غاړه درلوده ددغو عکسونو نشريدل ددې سبب شول چې ددغو نجونو کورنۍ په شکايت لاس پورې کړي.
په راپور کې راغلي دي چې ددغې دعوې مدعيانو په ۲۸دلوې ۱۳۸۶کال کې نجيب الله مسافر ته برايت ورکړی و او له خپلې دعوې تېر شوي و، خو له دې سره سره دغه دعوه بيا ځل له ۷ کلونو وروسته د عدلي اوقضايي بنسټونو له لوري تر څېړنې لاندې نيول کېږي او په پايله کې يې دغه عکاس په يوه محکمه کې په شپږ مياشتې بند محکوم شوی دی.
د مسافر نږدې دوستانو دغې ورځپاڼې ته ويلي دي چې نجيب الله مسافر په هغه تغيراتو کې چې په دې تصوير کې د پروډکشن هفتم شرکت، يا هم اتصالات شرکت له لوري راغلي دي هيڅ رول نلري او دا ټول تغيرات ددغه شرکت له لوري ترسره شوي دي.
تر اوسه د پروډکشن هفتم او اتصالات شرکتونو په دې اړه خپل نظر ندی څرګند کړی.
د افغانستان خبريالانو مرکز د نجيب الله مسافر نيونه چې په يوه ناعادلانه محکمه کې يې صورت نيولی دی غندي او له حکومت څخه غواړي چې د هغه د ژر خوشې کېدو پرېکړه په يوه شفافه اوعادلانه محکمه کې د شکايت کوونکو او د رسنيو د استازو په ګډون وکړي.

