کابل ۲۵ وږی ۱۳۹۳
کابل کې د ایساف ځواکونو پر موټریز کاروان ځانمرګي برید کې د میوند شخصي تلویزیون خبریال ټپي شو.
دا پېښه د سه شنبې په ورځ سهار شاوخوا ۸:۱۰ د هوایي میدان په سرک وه شوه او له امله یې یوشمېر مړه او ټپیان شول.
د آیساف او کورنیو چارو وزارت په وینا، په دې حمله کې لږ تر لږه د ایساف ۳ عسکر وژل شوي او د ۱۳ افغان ملکیانو او ۵ بهرنیو عسکرو په ګډون ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د عیني شاهدانو په وینا، د چاودنې ځای ته نیږدې سیمه کې ولاړو نقلیه وسایطو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د افغانستان خبریالانو مرکز معلوماتو په اساس د میوند شخصي تلویزیون خبریال او ویاند چې له کوره یې کار ځای ته د تګ نیت درلوده، ټپي شوی دی.
ویل کیږي چې دې خبریال د کېډې او سر برخه کې ټپونه ترلاسه کړي او په اوس وخت کې د وزیر اکبر خان روغتون کې بستر دی مګر ټپونه یې ژور نه دي.

