د کابل-کندهار پر لویه لاره د پنځو خبریالانو او رسنیزو فعالانو مرګ

کندهار، ۱۳۹۱ د وږي ۲۵مه

د کندهار ولایت پنځو خبريالانو او رسنیزو فعالانو، په کابل کې د يوې روزنيزې دورې له پای ته رسولو وروسته، کندهار ته د بېرته ستنېدو پر مهال د ترافيکې پېښې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په کندهار کې د مطبوعاتي کلوپ مسؤول دواخان مینه پال د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې یاد کسان د هغه مسافر وړونکي موټر له سپرلیو څخه و، چې د جمعې په ورځ یې د غزني اړوند د اب بند ولسوالۍ په سیمه کې د تېلو له یو ټانګر سره ترافيکي پېښه وکړه.

په دې پېښه کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۵۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او پنځه تنه نور ټپيان شول. د غزني ولایت مسؤولین وایي، چې ډېری قربانیانو د او لګېدنې له امله ساه ورکړې ده.

هغه وویل:« موږ ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې د وړانګې راډیو خبریال او د خپرونو جوړوونکي سیدآغا وطن یار، د هېواد تلویزیون وېډیو اخیستونکي وحیدالله انوري، د نی مؤسسې ښوونکي عبدالستار همدرد، د څانګې راډیو خبریالې ستاره حیا او د مېرمن راډیو د خپرونو جوړوونکې وسیله نظري خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د مینه‌پال په وینا، د قربانیانو ځيني خپلوان او د کورنیو غړي د جسدونو د لېږدولو لپاره غزني ته تللي دي.

د نی مؤسسې د سیمه‌ییز دفتر مسؤول عبدالسمیع غیرت مل وویل، چې یاد کسان د یونیسف په مالي ملاتړ د یادې مؤسسې له لوري جوړې شوې روزنیزې برنامه کې د ګډون لپاره، کابل ته تللي وو.

د ماشومانو په تړاو د راپور ورکونې دا ځانګړې روزنیزه درې ورځنۍ دوره په کابل کې جوړه شوې وه.

د کندهار د مطبوعاتي کلوپ مسؤول وویل، چې د یاد ولایت رسنیزه ټولنه د دې پېښې له امله ژوره خواشینې ده او له دولت څخه غواړي چې د یادې پېښې د څرنګوالي په تړاو جدي څېړنې وکړي.

دواخان مینه پال وویل:« یاد مسافر وړونکی موټر د احمد شاه ابدالي شرکت تر چتر لاندې فعالیت کوي، تر دې دمه د یاد شرکت ګڼو موټرو د بې احتياطۍ او د ترافيکي اصولو د نه رعایت له امله ټکر کړی او د زړه بوګنوونکو پېښو د رامنځته کېدو لامل شوي دي. باید حساب ورکوونکي وي او د قربانیانو کورنیو ته خساره ورکړي.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادې پېښې له امله خپله ژوره خواشیني څرګندوي او د یادې پېښې له امله ټولو قربانیانو په ځانګړي ډول د رسنیزې ټولنې د پنځو غړو لپاره د بخښنې او ارامښت غوښتنه کوي او د کورنیو غړو ته یې د جمیل صبر غوښتونکی دی.