د بهرنیو ځواکونو له لوري د الجزیرې د دوهم خبریال نیول کېدل

د بهرنیو ځواکونو له لوري د الجزیرې د دوهم خبریال نیول کېدل

 چهارشنبه، ۱۳۸۹ د وږي ۳۱مه

په افغانستان کې د الجزیرې تلویزیوني شبکې دوهم خبریال په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو.

د الجزيرې تلویزیون د عربي برخې خبریال نن چهار شنبه سهار ۳:۳۰ دقیقې د کندهار لسمې ناحیې اړوند په «عینو مېنې» ښارګوتي کې له خپل څخه نیول شوی دی.

په کندهار کې مېشتو نړیوالو ځواکونو تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي او د محمد نادر تور هم نه دی په ګوته شوی.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر مسؤول زلمي ایوبي هم د یاد خبریال له وضعيت څخه په بې خبري ښودلو وویل، چې تر اوسه نه ده روښانه چې محمد نادر په کندهار کې مېښتټ بهرنیو له ډلې له کومو له خوا نیول شوی دی، خو په دې تړاو څېړنې پیل شوي دي.

په کندهار کې د هېواد سيمه‌ییز تلویزیون د خبر برخې مسؤول او د محمد نادر نږدې ملګري عزیز الله پوپل د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چی له پېښې څخه له خبرېدو وروسته سیمې ته تللی او د محمد نادر له مور سره یې له نږدې لیدلي دي.

پوپل د الجزیرې د خبریال د مور له قوله وویل، چې بهرنیو ځواکونو د کور له پلټولو او ګډوډولو وروسته د محمد نادر ګاڼې، نغدي پیسې او کاري وسایل ضبط او له محمد نادر سره یوځای له ځان سره وړي دي.

عزیزالله پوپل، محمد نادر په کندهار کې له سابقه لرونکو او فعاله خبریالانو څخه یاد کړ او زیاته یې کړه، چې نوموړي له نږدې شپږو کلونو راهیسې له الجزيرې سره کار کاوه.

دوه شپې وړاندې نړیوالو ځواکونو د الجریزې تلویزیون د عربي برخې خبریال رحمت الله نيکزاد پر کور چې ورته مهال یې د اسوشیتدپرس سره همکاري کوله، یرغل وکړ او د کور له پلټولو وروسته یې هغه ونیوه او له ځانه سره یووړ.

په هغه خبر پاڼه کې، چې په کابل کې د ناټو د قوماندې لاندې آیساف( د امنیت ټینګښت لپاره مرسته کوونکي ځواکونو) له خوا خپره شوې وه ویل شوي وو، چې هغوی په غزني کې یو کس طالبانو ته د تبلیغ په تور نیولي دی. ویل شوي چې یاد کس د ټاکنو په ورځ له وسله والو مخالفینو څخه وېډیو ګانې جوړولې او د هغوی په ګټه یې تبلیغ کاوه.