شنبه، ۱۳۸۹ د لړم ۱
د نیویارک ټایمز ورځ پاڼې یو انځوراخیستونکی، چې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یې د یو مأموریت پر مهال د یو شمېر امریکایي عسکرو ملتیا کوله، د سړک غاړې ماین چاودنې په پایله کې ټپي شو.
۴۴ کلن جوآو سيلوا (Joao Silva) د پښو په برخه کې ژور ټپي شوی دی او د پېښې له رامنځته کېدو وروسته په کندهار کې د امریکایي ځواکونو مرکزي روغتون ته لېږدول شوی دی.
سيلوا په عراق، بالکان، سوېلي افریقا هېوادونو او منځني ختیځ کې کاري سابقه په خپله کارنامه کې لري.
جوآو سيلوا په لیسبون ښار کې زېږېدلی او د سوېلي افریقا په ژوهانسبورک ښار کې لوی شوی دی.
د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي ویلي، چې یاد انځوراخیستونکي د کندهار په نا امنه سیمه ارغنداب کې د نیویارک ټایمز خبریالې مېرمن کارلوتا ګال سره ملتیا کوله.
لس میاشتې وړاندې د کاناډا د «کن وست» خبري شبکې ۳۴ کلن خبریال میشل لانګ هم د کندهار ولایت د «ډنډ» ولسوالۍ په «قاسم پله» سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د کاناډا هېواد دفاع وزارت ویلي و، چې مېرمن لانګ له هغو کاناډایي ځواکونو سره ملتیا کوله، چې د يوې پروژې څخه یې د لیدنې نیت درلود.
د سړک غاړې د ماینونو اېښودل د طالبانو له هغو جنګي تاکتیکونو څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې مخ پر زیاتېدو دی، د دې ډول ماینونو ډېری قربانیان غیر نظامیان دي.

