د افغانستان د خبریالانو مرکز په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په څلورم کال کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۱۹۰ پېښې ثبت کړي

د افغانستان د خبریالانو مرکز په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په څلورم کال کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۱۹۰ پېښې ثبت کړي

۱۴۰۴ د زمري ۲۳-  ۲۰۲۵ د اګست ۱۴

کابل – د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو د واکمنۍ په څلورم کال کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې شاؤخوا ۱۹۰ پېښې ثبت کړي دي، چې د تېر کال په پرتله د پېښو شمېر کې زیاتوالی ښیي او واکمنې ادارې د رسنیو د ازادۍ د ځپلو لړۍ ته په شدت دوام ورکړی.

نن د طالبانو د واکمنۍ د څلورم کال ( ۱۴۰۳ د زمري۲۴ - ۱۴۰۴ د زمري ۲۴) د بشپړېدو په مناسبت د رسنیو د ازادۍ وضعیت په اړه د افغانستان د خبریالانو مرکز موندې خپرې شوې. دغه راپور ښيي چې واکمنې ادارې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون او نويو رسنیزو کړنلارو پر بنسټ د ځپنې جوړښت پراخ کړی دی او یاده چاره په چټکۍ پلي کوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ څارونکې په تیر کال کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونی لږ تر لږه ۱۹۰ پېښې ثبت کړي، چې د تیر کال په پرتله ۹ پیښې زیاتې دي. په یادو شمېرو کې ۱۴۵ د رسنیو د ماهيتي ګواښولو یا د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ګواښولو او وېرونې او ۴۵ د نیولو پېښې شاملې دي.

د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز د پلي کولو له امله د ګواښ له عمده پېښو څخه، د ۱۲ خصوصي تلویزیونونو او په ۲۰ ولایتونو کې د ملي تلویزیون د ولایتي څانګو په کډون د ۳۲ ټلویزیونونو د فعالیت ودرېدل  دي. که څه هم ځینې ټلویزیونونو په وروستیو میاشتو کې په محدود ډول انځوریز راپورونه وړاندې کړي، خو سربېره پردې یی ماهیت بدل شوی او راډیو ته اوښتي دي.

سربیره پردې، په تیر کال کې پنځه راډیوګانې، دوه ټلویزیونونه، دوه د رسنیو ملاتړي بنسټونه او یو خبري اژانس د واکمنې ادارې پر وړاندې تبلیغاتو، فساد او د بهرنیو بنسټونو يا نورو هېوادونو سره د همکارۍ په تور بند کړل شوي دي. له دې ډلې یوازې دوه راډیوګانو او یو تلویزیون ته د واکمنې ادارې د رسنیز سياست مراعت کولو په برخه کې د ژمنې وروسته، د بیا پرانیستلو او فعالیت اجازه ورکړل شوه.

واکمنی ادارې د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د ژوندیو موجوداتو د انځورونو په خپرولو د بندیز طرحه له قندهار ولایت څخه پیل کړه او له هغه وروسته دا بندیز په ۱۹ نورو لکه: تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، بدخشان، بغلان، نیمروز، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، فاریاب، دایکندی، پنجشیر، لغمان او سرپل  ولایتونو کې په رسمي ډول اعلان شو.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ګواښونو ترڅنګ، د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د نیولو لږ تر لږه ۴۵ پېښې هم ثبت کړي دي. دا خبریالان د بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ له لارې د واکمنې ادارې پر ضد تبلیغاتو او یا د واکمنې ادارې د چارواکو له رسنېزو لارښوونو څخه د سرغړونې په تور نیول شوي دي. لس تنه نیول شوي خبریالان لاهم په بند کې دي، چې له ډلې یې اووه تنه د واکمنې ادارې د محاکمو له خوا له شپږو میاشتو څخه تر دوه نیمو کلونو بند محکوم شوي او اوس مهال د بند موده تېروي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، د طالبانو د واکمنۍ په درېیم کال کې د ۱۳۳ د ګواښونو او ۴۸ د نیونو پېښو په ګډون د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۱۸۱ پېښې، په دویم کال کې د یوه خبریال وژل کېدو، ۲۰ تنو ټپي کېدو، ۹۴ ګواښونو، ۵۹ نیونو او پنځه فزیکي تاوتریخوالي په ګډون ۱۷۹ او په لومړي کال د دوه رسنیزو کارکوونکو وژل کېدو، د درېیو ټپي کېدو، ۱۱۷ نیونو، ۴۵ ګواښونو او ۲۰ د فزیکي تاوتریخوالي په ګډون، ۱۸۷ پېښې ثبت کړي دي.

د یاد راپور پر بنسټ، په داسې حال کې چې ازادې رسنۍ د سوداګریزو اعلانونو له لارې د عاید شدید کمښت له جدي ستونزو سره مخې دي، واکمنې ادارې د «یو غږیز سیاست» په چوکاټ کې نوې کړنلارې لکه: د سیاسي او اقتصادي بحثونو او مرکو پر تولید او خپرولو بندیز، د قوانینو، پالیسیو او د چارواکو د پرېکړو د ننګونې منع کول، د چارواکو پر وړاندې پر نیوکو بندیز او همداراز د نا تائید شویو شنونکو یا مېلمنو پر بلنې د بندیز، کړنلارې صادرې کړي دي.

همدارنګه د لږ شمېر ښځینه رسنیزو کارکوونکو پر فعالیت او د هغوی د حضور او په کاري چاپیریال کې د پوښښ پر څرنګوالي فشار ورځ تر بلې زیات شوی او ځینو ښځو ته چې د رسنیو مشري په غاړه لري، ویل شوي چې خپلې رسنۍ وتړي یا یې د کاري جواز په تمدیدلو کې خنډونه جوړ شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د هېواد پر پرمختګ او د ټولنې په روحي او رواني روغتيا د رسنیو او خبریالانو د آزادۍ د ځپنې لړۍ د ناوړه اغيزو او پایلو په اړه خبرداری ورکوي او له واکمنې ادارې غواړي، چې د هېواد د ټولنیزو رسنیو د قانون په رڼا کې د رسنیو او خبریالانو بنسټیزې ازادۍ محترمې وشمېري او رعایت یې کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له نړیوالې ټولنې او د رسنیو د ازادۍ له ملاتړو بنسټونو څخه غواړي، چې د رسنیو د ازادۍ د رعایت په برخه په واکمنې ادارې فشار راوړي او ازادو رسنیو ته د يوې متکثرې ټولنې د پیاوړتیا لپاره لومړیتوب ورکړي.