د هشت صبح ورځپاڼې خبریال وحید پیمان د افغانستان د کال خبریال اعلان شو

د هشت صبح ورځپاڼې خبریال وحید پیمان د افغانستان د کال خبریال اعلان شو

۱۳۹۳ د کب ۲۷

کابل: د هشت صبح ورځپاڼې خبریال وحید پیمان او د طلوع تلویزیون نوموتی خبریال او د خپرونو مخته وړونکی مجاهد کاکړ په ترتیب د ۱۳۹۳ کال د افغانستان د کال خبریال او د يوه عمر خبریالۍ لاسته راوړنې جایزې، ترلاسه کړې.

یادې جایزې نن د چهارشنبې په ورځ، د خبریال ملي ورځې د نمانځنې په مناسبت مراسمو کې، ګټونکو ته ورکړل شوې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له تېرو دوو کلونو راهیسې د کب ۲۷مه د خبریال ورځې په توګه د هېواد د رسنیو د وضعیت د راپور په خپرولو او د غوره خبریالانو په ستایلو، نمانځي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز رئیس احمد قریشي په دې مراسمو کې وویل، چې روان کال د ټاکنو د ترسره کېدو، د نړیوالو ځواکونو وتلو او د وسله‌والو مخالفینو د بریدونو د زیاتوالي له امله د رسنیزې ټولنې لپاره ډېر ننګونکی و.

د نوموړي په وینا، د دې بنسټ له خوا ثبت شوې شمېرې ښيي چې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه د تېر کال په پرتله ۲۹ سلنه زیاته شوې ده.

هغه وویل: «په ۱۳۹۳ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي لږ تر لږه ۱۰۳ پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې په ۱۳۹۲ کې دا شمېر ۸۰ و.»

قریشي زیاته کړه: په روان کال کې شپږ خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي، چې له ډلې یې د دوو مېرمنو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او یو تن بل یې د ځانمرګي برید په پایله کې د ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې بنسټ د راپور له مخې، سږ کال ۱۶ خبریالان د وسله‌والو بریدونو، نښتو یا چاودنو له امله ټپیان شوي، ۱۷ تنه د لنډمهال لپاره نیول شوي او څلور تنه نور د لنډې مودې لپاره بندیان شوي دي.

سربېره پر دې، د قریشي د معلوماتو له مخې، ۴۰ د فزیکي تاوتریخوالي پېښې په ځانګړي ډول وهلو ټکولو، ۱۳ د لفظي تاوتریخوالي او سپکاوي او ۷ د ګواښ پېښې ثبت شوې، چې ډېری یې د حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو له لوري ترسره شوې دي.

د پژواک خبري آژانس رئیس دانش کړوخیل په دې غونډه کې معلوماتو ته نه لاسرسی د رسنیو او خبریالانو د کار پر وړاندې تر ټولو ټولو لوی خنډ په ګوته کړ.

هغه زیاته کړه: «له نیکه مرغه چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون د ولسمشر له لوري توشیح شوی، خو سره له دې چې دا قانون ډېرې ستونزې لري خو د حکومت له لوري د معلوماتو په ورکولو کې د همغږۍ په نوم نوي حرکتونو د خبریالانو ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.»

کروخېل وویل: «کېدای شي حکومت سمه اراده ولري او وغواړي چې د معلوماتو په ورکولو کې ښه همغږي رامنځته کړي، خو سیمه‌ییز چارواکي له دې موضوع څخه ناوړه ګټه پورته کوي او عملاً یې افغان خبریالان له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.»

د پژواک خبري آژانس رئیس له حکومته وغوښتل چې له «شعاري» حالته ووځي او عملي اقدامات وکړي، په داسې حال کې چې د نوي حکومت د کار له پیلېدو شپږ میاشتې کېږي، خو ولسمشر او اجرائیه رئیس لا هم د ټاکنیز کمپاین له خیالونو نه دي راوتلي، په کار ده څو عملي ګامونه پورته کړي او د رسنیو پر وړاندې محدودیتونه له منځه یوسي.

د هشت صبح ورځپاڼې د مسؤول مدیر مرستیال شاه حسین مرتضوي په خپلو خبرو کې وویل، تېر ۱۴ کلونه د رسنیو لپاره یو نوی فصل و، چې پکې د رسنیو د کمي او کیفي ودې شاهدان وو.

خو هغه روښانه کړه چې اندېښنې لا هم شته او په حکومت کې داسې لیدلوری پیدا شوی او داسې هڅی رواني دي چې د څو غږیزې فضا پر ځای یو غږیز چاپېریال رامنځته کړي.

مرتضوي زیاته کړه: «د حامد کرزي د حکومت پر مهال په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د شته ستونزو با وجود په داسې حال کې چې اطلاعاتو د لاسرسي قانون هم نه و تصویب شوی د دولتي مسؤلینو سره اړیکه آسانه وه، خو اوس، سره له دې چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون شته، هره ورځ داسې فرمانونه او لارښوونې صادرېږي، چې مسؤلینو ته لاسرسی یې سخت کړی دی.»

د نی مؤسسې د آزادو رسنیو د څار مشر صدیق الله توحیدي هم وویل، چې ولسمشر او اجرائیه رئیس د انتخاباتي کمپاین پر مهال لیکلې ژمنې کړې وې او باید عمل پرې وکړي.

د نوموړي په وینا، دغه دواړو مشرانو ژمنه کړې وه چې کله واک ته ورسېږي، د بیان آزادۍ، د خبریالانو او رسنیو د حقونو ملاتړ به کوي، د خبریالانو او رسنیزو فعالانو د وژنو پېښې به چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون یې ملاتړ کوي، وڅېړي او د رسنیو د فعالیتونو لپاره به ښه زمینه برابره کړي او په کار ده چې خپلې یادې ژمنې عملي کړي.

د خبریال ورځې په مراسمو کې یوې بله ویناوالې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیالې سیمین حسن زاده وویل، چې د خبریالانو پر وړاندې د ننګونو ترڅنګ باید د رسنیزو کارونو پرمختګونه او لاسته راوړنې هم اعلان شي.

د هغې په وینا، د ټولو ستونزو د حل لپاره اړتیا ده چې د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو ترمنځ قوي او ټینګه همغږي رامنځته شي، څو په دې برخه کې اغېزناک ګامونه واخیستل شي.

د دې مراسمو په پای کې، چې د صافي هوايي شرکت او صافي لندمارک په ملاتړ ترسره شوي وو، د ۱۳۹۳ کال د افغانستان د کال خبریال جایزه د هشت صبح ورځپاڼې څخه د هرات ولایت خبریال وحید پیمان ته او د یوه عمر خبریالۍ لاسته راوړنې جایزه د طلوع تلویزیون خبریال او د خپرونو مخته وړونکي مجاهد کاکړ ته ورکړل شوه.

دغه دوه جایزې د مسلکي غوراوي پلاوي له لوري د لسګونو نوماندانو د غوښتنلیکونو او کاري راپورونو له ارزونې وروسته ګټونکو ورکړل شوې.

سربېره پر دې د پژواک خبري آژانس خبریال محمد حسن خطاب، د یک تلویزیون خبریال ولي آرین، د میترا تلویزیون خبریاله عاطفه غفوري او د طلوع نیوز تلویزیون خبریال شریف امیري په ګډون پنځو تنو نورو خبریالانو چې د افغانستان د کال خبریال د جایزې لپاره نوماند شوي وو، د کال د پنځو غوره راپورونو د جوړونکو په توګه ستاینلیکونه ترلاسه کړل.