د بي بي سي خبریاله، زمزمه نیازۍ «د افغانستان د کال خبریاله» اعلان شوه

د بي بي سي خبریاله، زمزمه نیازۍ «د افغانستان د کال خبریاله» اعلان شوه

۱۳۹۶ د کب ۲۸

کابل - د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریالانو لپاره د ځانګړي کلني رقابتي پروګرام پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې د بي بي سي خبریاله زمزمه نیازۍ د "د افغانستان د کال خبریالې" په توګه وپېژندل شوه او له بېلابېلو نورو رسنیو څخه لسو خبریالانو ځانګړي ستاینلیکونه ترلاسه کړل.

دا پروګرام یوه میاشت وړاندې د خبریال ملي ورځې (د کب ۲۷مې) په مناسبت پیل شوی و، چې پکې د بېلابېلو رسنیو ۵۲ خبریالان نوماند شوي وو او نن د غوراوي پلاوي له لوري د شوې پرېکړو پایلې اعلان شوې.

د اعلان شویو پایلو له مخې، "هغه نجونې چې د یو ډز له امله د واده حق له لاسه ورکوي" راپور چې تر ټولو ډېرې نمرې یې ترلاسه کړې د غوره راپور په توګه وپېژندل شو او د دې راپور جوړونکې زمزمه نیازۍ چې د بي بي سي خبریاله ده د ۱۳۹۶ کال د افغانستان د کال خبریاله وپېژندل شوه او کال خبریال نښان او جایزه یې ترلاسه کړه.

دې راپور د هغو نجونو برخلیک بیان کړی، چې د مینه‌وال او یا خواستګار کس د ډز له امله، د ژوند د ملګري د خوښولو قانوني او شرعي حق له لاسه ورکوي او اړ کېږي څو دې واده ته غاړه کېږدي.

په همدې مراسمو کې، لسو نورو خبریالانو ته چې د مېرمن نیازۍ وروسته یې تر ټولو ډېرې نمرې ترلاسه کړې وې، د غوره خبریالانو په توګه وستایل شوې:

۱. له شمشاد تلویزیون څخه حبیبه اتکپال - په کابل کې د نشه‌یي درملو د پلور په اړه راپور

۲. له طلوع نیوز څخه ولي آرین – پر افغانانو د جګړې منفي اغېزو راپور

۳. د پژواک خبري آژانس څخه نوید احمد بارکزی – کابل کې یو لبناني شرکت ته د یو لوی دولتي قرار داد د ورکولو څرنګوالي په اړه څېړنیز راپور

۴. له آشنا راډیو او تلویزیون څخه ظفر بامیاني– په بامیان کې د نجونو بکارت د معاینې څرنګوالي او پایلو په اړه راپور

۵. له سلام وطندار راډیو څخه صفت الله زاهدي– په هلمند کې د ځینو پولیس ځواکونو له خوا د «بچه‌بازي» په اړه راپور

۶. له د هشدار ویب‌سایټ څخه نقیبه بارکزۍ – په هرات کې د روږدو ښځو لپاره د ځانګړي ساقي خانو په اړه راپور

۷. له راډیو آزادی څخه الیاس داعي – هلمند کې د زورواکو د ساتنې لپاره د پولیسو ګمارنې په اړه راپور

۸. له بي بي څخه سید انور – په افغانستان کې د زوی نیونې « فرزند خواندگی» ستونزو په اړه راپور

۹. له آشنا راډیو او تلویزیون څخه خلیل نورزایي – د هغې معلولې نجلۍ په اړه راپور چې روږدي توب یې پرې ایښی او ورزش ته یې مخه کړې. 

۱۰. په کندهار کې له هېواد تلویزیون څخه نقیب الله صديقي– په کندهار د نجونو لپاره په آنلاین بڼه د زده کړو راپور

افغانستان د کال خبریال سیالۍ پروسه په ۱۳۹۲ کال کې پېل شوه او تر دې دمه دوه خبریالان له بي بي سي، دوه خبریالان له هشت‌صبح ورځ‌پاڼې او یو خبریال له آریانا نیوز تلویزیون څخه د جایزې په ترلاسه کولو بريالي شوي دي.

سږنی پروګرام په کابل کې د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ترسره شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال سید آقا حسین فاضل سانچارکی وویل، چې دا ډول رقابتي پروګرامونه د مسلکي خبریالۍ رقابتي فضا په رامنځته کولو لپاره ځانګړی اغېز لري.

هغه له رسنیو وغوښتل چې د خپلو راپورونو د کیفیت ښه‌والي ته پام وکړي او د مسلکي او معیاري خپرونو ترسره کولو ته ژمن پاتې شي.