څلورو خبریالانو په ګډه د ۱۴۰۰ کال د افغانستان د کال خبریال جایزه وګټله

څلورو خبریالانو په ګډه د ۱۴۰۰ کال د افغانستان د کال خبریال جایزه وګټله

۱۴۰۰ د کب ۲۵

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د "د افغانستان د کال خبریال" کلنۍ جایزې ګټونکي اعلان کړل. د دې خپلواکه بنسټ د اعلان له مخې، سږ کال څلورو خبریالانو، صداقت غورزنګ له طلوع نیوز، حسیب‌الله بهش له هشت‌صبح ورځپاڼې، قطب‌الدین کوهي له پژواک خبري آژانس او محمد عارف کریمي له فرانس پرس خبري آژانس څخه، چې په دې سیالۍ کې یې تر ټولو ډېرې نمرې ترلاسه کړې وې، په ګډه یې د افغانستان کال خبریال جایزه ترلاسه کړه.

یاده جایزه نن په کابل کې د افغانستان د خبریالانو مرکز له لوري د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې په همکارۍ د خبریال ملي ورځې (د کب ۲۷مې) د نمانځنې په پار جوړې شوې غونډې پر مهال ورکړل شوه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرائیوي رئیس احمد قریشي وویل: په دې کلنۍ سیالۍ کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د ۴۰ نه زیاتو د ملي او سیمه‌ییزو رسنیو خبریالانو خپل راپورونه او کاري فعالیتونه نوماند کړي وو.

قریشي زیاته کړه، چې د کونړ ولایت د یوې کورنۍ په اړه چې شپږ ماشومان یې د طالبانو او د پخواني حکومت (اسلامي جمهوري) ترمنځ جګړه کې له لاسه ورکړي دي د طلوع نيوز خبریال صداقت غورزنګ راپور، د افغانستان بانک د مالي بحران او یاد بحران کې د یاد بانک مخکني سرپرست اجمل احمدي د ونډې په اړه د هشت صبح ورځپاڼې خبریال حسیب‌الله بهش تحلیلي راپور، د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د یوه نامعلومه خیِر کس په مرسته د یوه ځایي روغتون د بیا رغونې او بېرته فعالېدو په اړه، د پژواک خبريال قطب‌الدین کوهي راپور او د بادغیس ولایت د وچکالۍ په اړه د فرانس پرس خبریال محمد عارف کریمي راپور د غوراوي پلاوي له لوري په دې کلنۍ سیالۍ کې تر ټولو زیاتې نمرې ترلاسه کړې او څلور واړه په ګډه د یادې جایزې ګټونکي غوره شول.

د طلوع نيوز خبریال صداقت غورزنګ، ( چپ اړخ ته)

قطب الدين کوهي، ( چپ اړخ ته) دویم کس د افغانستان د کال خبریال نښان ترلاسه کولو په حال کې 

عارف کریمی

د افغانستان د کال خبریال د نهم پړاو د غوراوي پلاوي مسؤول فیصل کريمي وویل، چې دا سیالي له ۱۳۹۲ کال راهیسې هر کال د خبریال ملي ورځې په مناسبت تر سره کېږي د هغه په وینا د یادې سیالۍ او د کال کال خبریال ټاکلو موخه د هېواد د غوره خبریالانو پېژندل، هڅونه او ملاتړ دی.

په ۱۳۹۲ کال کې د دې سیالۍ له پیل راهیسې تر دې دمه له بېلابېلو رسنیو لکه هشت صبح، طلوع نیوز، فرانس پرس، پژواک، اطلاعات روز، پیک، آریانا نیوز او بي بي سي څخه ۱۴ خبریالانو دا جایزه ترلاسه کړې ده.