د افغانستان د تلويزيونونو او راډيوګانو د اتحاديې د فعاليت پيليدل

د  افغانستان د تلويزيونونو او راډيوګانو د اتحاديې د فعاليت پيليدل

۲۳جوزا ۱۳۹۴

کابل: حامد کرزى د افغانستان د تلويزيونونو او راډيوګانو د افتخاري رئيس په توګه وويل چې د هيواد رسنۍ د اتکا پر ځاى د خارجي رسنيو د توليداتو لپاره د خپل هيواد د داخلي توليدي برنامو څخه ګټه اخلي، حامد کرزي د افغانستان پخوانى رئيس جمهور دغه موضوع نن د دغې اتحاديې د پرانستې په مراسمو کې چې د ځينو دولتي مقاماتو او د رسنيو ځينو استازو په ګډون په کابل کې ترسره شول بيان کړه، هغه د ازادو رسنيو د اهميت په څرګندولو سره د هيواد له ټولو تلويزيونونو او راډيوګانو څخه ددغه اتحاديې د غړيتوب غوښتنه وکړه، کرزي وويل چې تر يو چتر لاندې د غږيزو او انځوريزو رسنيو يووالى د هغوى د اتفاق، اتحاد او يو غږ سبب کېږي.

پخواني رئيس جمهور زياته کړه، ۱۳کاله مخکې مو نه داخلي ازادي درلوده او نه خارجي، په داخل کې مو د بيان آزادي نه درلوده او په خارج کې مو حضور نه درلود، د هيواد په داخل کې دبيان ازادي زما له لويو ارمانونو څخه و او خوښيم چې نن د هيواد هر وګړي دغه ازادي ترلاسه کړې ده.

نوموړي د په خارجي توليداتو باندې د افغانستان د تلويزيونونو زياتې اتکا ته په اشارې سره وويل چې: مونږ اوس هم د خپلو خپرونو په تهيه او جوړولو کې ډېر کمزوري يو، په خپلو تلويزيونونو کې هره ورځ هندي او ترکي سريالونه ګورو، غوره ده کوښښ وکړو چې خپل سريالونه ولرو، لوى تاريخ او کلتور لرو او بايد چې  د خپل هيواد له عاشقي او جنګي داستانونو څخه سريالونه جوړ کړو، تر څو د خپل هيواد تاريخ نندارې ته وړاندې کړو.

ددغې اتحاديې اجرائيه رئيس کمیل میرشاد بیگ هم وويل چې دغه بنسټ د رسنيو د حقوقو څخه د ساتنې، د اړونده بنسټونو او رسنيو تر منځ د هماهنګۍ او د دولت او زور واکو له لوري د ستونزو د رامنځته کېدو د مخنيوي په خاطر جوړ شوى دى، او د افغانستان د اساسي قانون او د رسنيو د قانون په اساس به فعاليت کوي.

د هغه په وينا دغه بنسټ به کوښښ کوي چې د هيواد ټولو تلويزيونونو او راډيو ګانو ته د غړيتوب په ورکړې سره د هغوى تر منځ او له دولتي بنسټونو سره د هغې له جملې څارنوالۍ سره داختلافاتو د حل او رسنيو د فعاليت د ښه کېدا او ګړنديتوب لپاره زمينه برابره كړي.

میرشاد بیگ د دې په ويلو سره چې تر اوسه د هيواد ، ۱۲ راډیوګانو  او ۱۸ تلویزیونونو ددغې اتحاديې غړيتوب ترلاسه کړى دى د هيواد له غږيزو او انځوريزو رسنيو وغوښتل چې د رسنيو د تقويت په خاطر په دې برخه كې سالم اقدام وکړي.

د میرشاد بیگ د معلوماتو په اساس په اوس وخت کې په ټول هيواد کې له ۴۰۰ زياتې چاپي رسنۍ، ۱۵۸ راډيوګانې، ۱۰۸ تلويزيونونه فعاليت کوي.

د مراسمو په پاى کې ستاينليک د دغې اتحاديې د افتخاري رياست او د رسنيو د ودې او ګړنديتوب، د يو بل منلو او تحمل د فرهنګ د ترويج په خاطر ښاغلي کرزي ته ورکړل شو.