۱۴ ثور ۱۳۹۴
د می دريمه د مطبوعاتو د ازادۍ ورځې سره سم د کابل ورځپاڼو څلور تنه مسؤلین د طنزي او انتقادي مطالبو د خپرولو په تور د رسنیو د شکايتونو او تلخف ته د رسيدګۍ رياست له لوري احظار شول.
دغه کميسيون په هغه بيلا بيلو ليکونو کې چې د هشت صبح، ماندګار، جامعه باز، او اطلاعات روز ورځپاڼو ته ليکلي و تر څو نن دوشنبه ددغه بنسټ د غړو په ناسته کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزير له خوا دايريږي حاضر شي او ددغه مطالبو د نشر په اړه وضاحت ورکړي.
د ياد رياست معاون شېخ علي احمد فکور د اطلاعات روز ورځپاڼې مسوول ته ليکلي دي چې ددغې ورځپاڼې مسؤل مدير د يو طنزي مطلب «ای وطن، تا که من هستم وزیر مملکت؛ جنگ بر ضد کتاب انعام تو» په نشرولو چې د هادي دريابي په قلم ليکل شوې د ثور په ٩ (اپريل ٢٩) او بل مطلب د «ایمان به باور نکردنی» په عنوان د علي اميري په قلم چې د ثور په ١١ (مى ١) نشر شوي په اړه يې دغه کمیسیون ته حاضر شي.
همدارنګه د جامعه باز ورځپاڼې مسؤل مدير علي اميري هم د همدې مطلب په اړه چې د ثور په ١٢ ددې رسنۍ له لوري نشر شوې وه احضار کړى دى.
د مانده ګار ورځپاڼې مسؤل مدير هارون مجيدي هم د هغه مقالې په اړه چې د ثور په ٩ د «زنگ خطر به صدا در آمد، وزارت اطلاعات و فرهنگ در صدد تجدید سانسور در کشور است» په عنوان نشر شوې وه احضار کړى دى.
سربېره پر دې د هشت صبح ورځپاڼې مسؤل مدير د داى چوپاني په قلم د «اعلان داوطلبی برای خرید سگ» تر عنوان لاندې د يو طنزي مطلب په خپرولو څلورم نفر دى چې جلب شوى دى.
دغه مطالب د د ياد وزارت د وروستي تصميم په غبرګون کې چې د ايران په نړيوال نندارتون کې د افغان ليکوالو د کتابونو د نه وړلو په اړه کړى و ليکل شوي دي.
د يادو رسنیو مسؤلینو اعلان کړى دى چې د کمیسیون دغه اقدام غيرقانوني او په دې زمينه کې د دوى د کاري محدوديت لپاره يو ګام ګڼي او له همدې امله به په ياده ناسته کې ګډون ونکړي.
اما د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالباري جهاني چې د ولسي جرګې له لوري د اعتماد رأيو په اخيستلو سره تازه يادې چوکۍ ته معرفي شوى دى وايي چې په رسنیو باندې به هيڅ ډول محدوديت نه وضع کېږي.
نوموړي وويل چې که د يادې ورځپاڼې مطالب ولولئ وبه وينئ چې طنز ندى بلکې ځينو خلکو ته يې سپکاوى کړى دى او په ما باندې پرته له دې چې د څه په اړه خبرتیا و لرم انتقاد شوى دى او دغو ورځپاڼو په خپلو مطالبو کې د رسنیو د تخلف او شکايتونو کميسيون ته سپکاوى کړى دى.
په هغه صورت کې چې که د ياد کميسيون له لوري د ذکر شويو رسنيو سرغړونه تشخیص شي عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.
د افغانستان د رسنیو د عمومي قانون په پنځه څلويښت مه ماده کې راغلي دي چې رسنۍ د هغه مطالبو په نشر چې د حرمت د څيرې کولو،او خلکو ته پکې سپکاوى شوې وي او يا د هغوى اعتبار ته زيان رسوي نشرول يې منع شوي دي.
د افغانستان خبريالانو مرکز سره له دې چې د کميسيون دغه اقدام ښه ګڼي خو وايي چې د کمیسیون له خوا د شکایتونو تعقیب په قانوني ډول ندى شوى؟، دغه کار غير قانوني او په رسنیو باندې د فشار واردولو لپاره ګڼي او له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د خپلو نيوکو په اړه د تصمیم غوښتنه کوي.
دغه بنسټ د يادو شويو کسانو د احظار په اړه د اندېښنې څرګندولو سربېره د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په تيريدو سره په وروستۍ يوه لسيزه کې د خپلو لاسته راوړنو او د خپلو راتلونکو برنامو څخه د حمايت په خاطر په دې اړه مراسم ترسره کړي.
ولسي جرګې د ١٣٩٢ هـ ل کال د ميزان مياشتې په ٦ د حکومت له لوري د هيواد د رسنیو عمومي قانون د تعدیل په اړه پشنهاد تصویب کړ تر څو د هغه په اساس د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د بررسۍ جنجالي کميسيون چې په دې قانون کې شتون نلري د اطلاعاتو او کولتور وزارت ته منظور کړي خو د مشرانو جرګې په دغه کمیسیون باندې د وزیر رياست رد کړ او د دواړو مجلسونو ګډ هئيت ونه توانېد چې په دې اړه توافق ته ورسيږي.
ددې قضيې په ترڅ کې د افغانستان ولسي جرګې د ١٣٩٣ کال د دلوې په ٨ په ياد کميسيون باندې د وزير رياست تائید کړ او اټکل شوې ده چې دغه تعديلات په رسمي جريده کې له نشر وروسته نافذ اعلان شي خو تر اوسه دغه کار ندى ترسره شوى.

