۱۵ ثور ۱۳۹۴
کابل: د افغانستان خبريالانو مركز د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د رسنيو د شکايتونو د بررسۍ د غير قانوني کميسون لغوه کېدل د دولت له لوري په خبريالانو باندې د فشار د کموالي په برخه كې مثبت ګام ګڼي او استقبال ترې کوي.
د دغه وزارت په اعلاميه کې چې د باختر سايټ کې نشر شوې ده ويل شوي دي چې د ياد کميسون فعاليت د رسنيو د قانون د ۴۲ مادې په اساس پاى ته ورسېد او دولت په نظر کې لري چې ډېر ژر به د رسنيو د يووالي کميسون له خبريالانو او د رسنيو د ملاتړ کوونکو بنسټونو سره په مشورې د رسنيو د قانون په اساس رامنځته کړي.
دغه اقدام د رسنيو د شکايتونو د بررسۍ کميسون له لوري د پايتخت د څلورو ورځپاڼو د مسٶلينو د احضار په وجه د خبريالانو د مدافع بنسټونو له لوري د تندو غبرګونونو څخه يوه ورځ وروسته صورت ونيو.
ددغې موضوع پراخه بازتاب ددې سبب شول چې د وحدت ملي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د وزيرانو شورا په ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ له نوي وزير عبدالباري جهاني څخه په دې اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.
د رسنيو شکايتونو ته د رسيدګۍ کميسون په ۱۳۸۴ کال د حامد کرزي د تقنني فرمان په اساس جوړ شو او په ۱۳۸۸ کال د مصوب قانون په اساس له منځته يو وړل شو، خو له هماغه وخته د پنځو كلونو څخه زياتې مودې لپاره په غير قانوني ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پخواني وزير سید مخدوم رهین له لوري په غير قانوني ډول فعال و.
د دغه اقدام په اړه د خبريالانو د نيوکو د زياتوالي په صورت كې حکومت د ياد کميسون د جوړيدو او ادارې په خاطر د هيواد رسنيو د قانون د تعديل طرحه د ۱۳۹۲ کال د میزان په ۶ د مشرانو جرګې ته وړاندې کړه، خو د مشرانو جرګې په ياد کميسون د وزير رياست رد کړ او ګډ هيئت هم ونشو کولى چې په يادې موضوع توافق ته ورسيږي.
د اساسي قانون په اساس د مشرانو جرګې د ۱۳۹۳ لمریز کال د لوې ٨ دغه موضوع په لاره واچوله او په دې کميسون يې د وزير رياست تصويب کړ. او و اټکل شوه چې د جمهور رئیس د توشيح وروسته نافذ شي.
د وحدت ملي حکومت د اجرائيه رئیس له لوري د تېر کال په جدي مياشت کې د غبرګون په پايله کې د هېواد د رسنیو د استازو په غوښتنه ددغه کمیسیون د لغوه کېدو غوښتنه وکړه او له رئیس جمهور سره به له مشورې وروسته دغې غوښتنې ته رسيدګي وشي.

