اطلاعیه شورای امنیت ملی افغانستان در مورد استفاده از رسانه های اجتماعی

د ټولنیزو رسنیو څخه د ګټه اخېستنې په اړه د افغانستان ملي امنیت شورا خبر پاڼه

۱۵ سرطان ۱۳۹۳

کابل: د حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا په هیواد کې د ټولنیزو رسنیو حالت وڅېړلو او د فیسبوک د بندولو طرحه یې رد کړه.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو جنجالونو زیاتېدو سره سم د قومي او ژبني تعصب د مخنیوي په موخه د ولسمشریزو ټاکنو تر وروستیو پایلو پورې په افغانستان کې د فیسبوک بندولو طرحه وړاندیز شوې ده.

د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل د ولسې جرګې وکیلانو سره د تېرې اونۍ لیدنه کې ویلي چې د ولسمشر حامد کرزي څخه یې غوښتنه کړې چې ملي ګټو ته د زیان لپاره دا شبکه د موقت وخت بنده کړي؛ دې موضوع اندېښنې را پارولې وې.

خو د ملي امنیت شورا د یکشنبې ورځې ناسته کې په همدې موضوع له بحث وروسته د فیسبوک بندولو په اړه اندېښنو ته د پای ټکی کېښود او د یوې اعلامیې په خپرولو سره چې په لاندې ډول ده د دې ټولنیزو رسنیو کارونکو څخه غوښتنه وکړه چې له دې رسنیو څخه په مثبت او مسوولانه توګه ګټه واخلي:

د رسنیو ازادي چې د افغانستان اساسي قانون کې ذکر شوې ده او د افغانستان اسلامي جمهوریت همېشه د هغې په ملاتړ او دفاع کې ژمن و، په هیواد کې په تېرو دیارلس کلو لویو لاسته را وړنو څخه یوه ده چې زموږ په هیواد کې د ولسواکۍ بهیر ته دوام ورکوي.

د ملي امنیت شورا او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مشرتابه د ټولنیزو شبکو کاروونکو څخه غواړي چې د مسؤول او ژمن وګړي په توګه عمل وکړي ترڅو د ملي یووالي پیاوړي کولو او ثبات لپاره عمل وکړي او د دې خاورې وګړو ترمنځ پخوانۍ ورور ګلوۍ ته په کتو، د دې خاورې مېشتو قومونو ترمنځ د یوالي دوام لپاره د ټولنیزو رسنیو څخه کار واخیستل شي، خپله وطني دنده ترسره کړي او دې لوی امر سره مسوولانه چلند وکړي.

له دې امله چې په وسني وخت کې د ملي وحدت په تامین، سولې، دایمي ثبات او قومونو همېشني نیږدې والي کې ټولنیزې رسنۍ ژوندې رول لوبولی شي، یوځل بیا د هوښیارو ځوانانو او مدني ټولنو استازو څخه غواړو چې له دې وسیلې څخه په مثبته توګه ګټه واخلي او د هرډول تاوتریخوالي، قوم پرستي او بې اتفاقیو اچولو مخه ونیسي.

کارونکي حق لري چې په ازادانه ډول له دې رسنۍ څخه د انتقاد وسیلې په توګه، د معلوماتو ورکولو او  په استفادې نېوکه وکړي او روښانتیا لپاره کار واخلي.

د اطلاع رسونې له دې وسایلو څخه د ګټه اخېستنې په وخت اړینه ده چې اسلامي او افغاني اصول او ارزښتونه، پورته یاد شوي رسنیز اخلاق او د خلکو شخصي حریم ته پوره پاملرنه وشي