۱۵ سرطان ۱۳۹۳
کابل: د ټاکنو رسنیز کمېسیون له لورې ۲۲ رسنۍ د هغه څه له امله چې یو طرفه نشرات او د ټاکنیز سکوت مرحلې نقض بلل شوی، د پینځه او ۱۰۰ افغانیو ترمنځ ناغه کړي او په همدې دلیل یې نورې درې رسنۍ څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.
د ټاکنو کمېسیون رسنیو برخې کمېسیون مرستیال حشمت الله رادفر د یکشنبې په ورځ کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل چې دا پرېکړه یې د رسنیو تنظیم لایحې او ټاکنو قانون له مخې کړې ده.
ژوندون، نور، میترا، راه فردا، آیینه، نگاه، سبا، شمشاد، طلوع، خاور، په غزني کې غزنویان ، باتورپه جوزجان کې او په کندهار کې هېواد تلویزیونونه. پروان کې دونیا راډیو، سپوږمۍ، ندا، نوا او د سولې پېغام راډیوګانې او د اقتدار ملي، سرنوشت، ماندګار، او سروش ملت ورځپاڼې ناغه شوې دي.
د هغه په وینا، دعوت، افغان او مهربان تلویزیونونه د رسنیزو سرغړونو جریمې نه ورکولو له امله په لومړي دور ټاکنو کې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

