کابل، ۱۳۹۰ د سلواغی ۳۰مه
د نړیوالې ټولنې له شتون څخه لس کاله وروسته؛ د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې مرګونې پېښې او تاوتریخوالي د طالبانو د رژیم د سقوط له کلونو سره برابر دی او په هېواد کې مسلکي رسنیز فعالیت له جدي ننګونو سره مخ دی.
د ډلهییزو رسنیو شمېر د هر کال په تېرېدو سره د پام وړ زیاتوالی موندلی، چې ډېری یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول له خارجي مرستو سره تړلي دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر سيد مخدوم رهين وایي، چې ښایي د ۱۳۹۳ لمریز کال (۲۰۱۴ زېږدیز) تر ژمي پورې د خارجي ځواکونو په وتلو سره، د یادو رسنیو ډېری برخه چې د خارجي مرستو پورې تړلي دي له فعالیت پاتې شي.*د رسنیو شمېر
د رسنیو ازادي د افغانستان د اوسني نظام د تېرو لسو کلونو له مهمو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي، چې د نړیوالې ټولنې د پراخ شتون له امله رامنځته شوې ده او اوس مهال چې د بهرنیو ځواکونو تدريجي وتل چټک شوي او له طالبانو سره د سولې خبرې، چې له رېښې د بیان پر ازادۍ او رسنیز فعالیت یې باوره دي، د ترسره کیدو په حال کې دي، د ازادو رسنیو ځایګاه د دې منحني په کومه برخه کې ځای لري او بالاخره به کوم ځای ورسېږي؟
د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو پر بنسټ، یواځې په روان لمریز کال ( ۲۰۱۱ لمریز) کې په روزګان، کابل، هرات او لغمان ولایتونو کې څلور خبریالان او رسنیز همکاران وژل شوي دي.
د همدې شمېرو له مخې له یادو خبریالانو څخه یوتن د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د آیساف ځواکونو له لوري ووژل شو، دوه تنه په هرات او مهترلام ښارونو کې د ماین چاودنې له امله او یو بل هم په کابل ښار کې د طالبانو د راکټ د لګیدو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د یادو خبریالانو په وژل کېدو سره د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته يعنې له ۱۳۸۰ لمریز ( ۲۰۰۱ زېږديز) کال راوروسته د رسنیزې ټولنې د خبریالانو د وژل شویو شمېر ۳۱ تنو ته رسېږي، چې ۱۷ تنه د افغانستان وګړي دي. *د قربانیانو په تړاو ډېر جزئیات
پر دې مرګونو پېښو سربېره، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د فزیکي تاوتریخوالي په ځانګړي ډول وهلو ډبولو ګڼې پېښې ثبت شوي دي، چې د افغانستان د رسنیو د څار بنسټ د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۱ زېږدیز (۱۳۹۹ لمریز) کال په اوږدو کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتريخوالي کې د تېر کال په پرتله ۳۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.*په دې برخه کې لا ډېر جزئیات
د فشار، په دولت کې د نفوذ لرونکو اشخاصو ګواښ او قانون ماتونکو عناصرو له امله د ځان سانسورۍ زیاتوالی
په افغانستان کې د پراخ مالي او اداري فساد او د بشري حقونو څخه د سرغړونې پېښو رسنیز پوښښ د دولت په مهمو او کلیدي برخو کې د بشري حقونو د سرغړونکو او په اداري او مالي فساد ګڼ شمېرو تورنو کسانو د شتون له امله په محدوده توګه ترسره شوی او په ډېری مواردو کې خبریالانو په ورته پېښو کې د دخیلو عناصرو د وېرې او فشار له امله نه دي توانېدلي څو پوښښ ورکړي او یا هم د اطلاعاتو ته له لاسرسي محروم پاتې شوي دي.
د کابل بانک په تړاو د دولتي رسمي سرچينو له لوري د حقیقت له ویلو ډډه کول او د یاد بانک په اختلاس او سقوط کې د ځينو لوړپوړو دولتي چارواکو او یا د هغوی د خپلوانو ونډه او د دولتي ځمکو غصب له هغو مواردو څخه دي، چې د حقایقو د روښانه کېدو او خلکو ته د اطلاع رسونې پر وړاندې خنډ ګرځېدلي دي.
په شمالي ولایتونو کې هم خبریالان اداري فساد او د دولتي ځمکو غصب د لمر لویو مواردو څخه یادوي، چې پوښښ یې په اسانۍ ممکن نه دی او هر کله چې یو خبریال د ورته پېښو د پوښښ لپاره اقدام کړی له ستونزو سره مخ شوی دی.
په مزار شریف کې مېشت د خبریالانو خونې د معلوماتو له مخې په وروستۍ ځل د «قرش» خپرنۍ یا نشریې خبریال د پاسپورت د خرڅولو په تړاو د یو مطلب د لیکلو له امله په فاریاب ولایت کې د پولیسو له لوري ګواښل شوی دی.
د هېواد په سوېل کې چې تېر کال د ښکېلو اړخونو د ډېری جګړو او مرګونو تاوتريخوالو صحنه وه؛ خبریالان او رسنیز همکاران د امنیتي ستونزو په شتون کې ډېر کم توانېدلي ترڅو د ځمکو د غصب، اداري فساد او له دولت سره د نشهیي توکو په قاچاق کې د ځایي با نفوذه کسانو د اړیکو په تړاو راپور چمتو کړي.
په هرات ولایت کې هم د یو مرکزي او په لویدیځ کې د یو مهم ولایت په توګه ورته ستونزې لیدل کېږي.
هرات په هېواد کې د یو مهم اقتصادي او سوداګریز ولایت په توګه د تېرو کلونو په اوږدو کې د ښه پرمختګ څخه برخمن وو او د دې کلونو په اوږدو کې یې د کورني عوايدو لویه برخه د دولت خزانه کې ځای پر ځای کړې ده، خو د دولتي منصبونو او پوستونو د ترلاسه کولو لپاره د ځایي ځواکمنو خواوو او عناصرو ښکاره او پټ جنجالونه له هغو ستونزو څخه دي چې خبریالان او ځایي رسنۍ ورسره لاس او ګریوان دي.
د هرات ځایي رسنۍ د فشار، ګواښ او په دې لانجو کې ښکېلو اړخو له لوري د ځاني خطرونو له امله ډېر کم توانېدلي څو ورته پېښو ته پوښښ ورکړي.
فشار، ګواښ او رسنیو او خبریالانو ګواښل تر دې کچې مخته تللي چې د بېلګې په توګه د «آسيا» په نوم سیمهییز تلویزیون په دې وروستیو کې اړ شو د «دیدبان» خپرونې چې په هغه کې په یاد ولایت کې د ځواک په لوبه کې د بېلابېلو کورنیو سياسي اړخونو او ایران ونډه څېړل کېده، خپرولو ته د پای ټکی کېږدي.
غیر مسلکي اطلاع رسونه
ځينې حزبي، قومي او ایډیولوژیکو رسنیو چې ډېری په کابل او مزار شریف کې جوړې شوي او په وروستیو کلونو کې د ډېرېدو په حال کې دي او په ډېرو مواردو کې د رسنیزو اخلاقي معیارونو په خلاف فعالیت کوي.
د یادو رسنیو ډېری برخې په داسې شرایطو کې چې افغانستان د بېلابېلو امنیتي او اقتصادي بحرانونو او له جنجاله ډکې سیاسي فضا سره مخ دی، هڅه کړې څو د خپلې ډلې یا د خپلو ملاتړو سیاسي، اقتصادي او ایدیولوژیکې موخې په ټولیزو افکارو تحمیل کړي او د اطلاع رسونې فضا په یو ګمراه کوونکي ډول خپله کړي.
د ایران له لوري د سوون توکو د ټانکرو د ودرولو ( د ۱۳۸۹ د ژمي) او د بحران د معلوماتو انتخابي خپراوی، چې د سوون توکو د قيمت د بې ساري زياتوالي لامل شو، د بهرنیو ځواکونو شتون او د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتيژيک تړون لاسلیک له هغو مواردو څخه دي، چې دا ډول اطلاع رسونه غیر مسلکي او بې طرفه ده، چې موخه یې د ټولیزو افکارو منحرفول دي.
د ۱۳۸۷ په نیمایي کې د مذهبي موضوعاتو پر سر د «امروز» او «تمدن» تلویزیون ترمنځ جنجال، چې وروسته فکري او مذهبي بهیرونه او رسنۍ هم ورسره یوځای شوې، د غیر مسلکي او په افغانستان کې د رسنیزو معيارونو خلاف کار کولو ښکاره بېلګه ده.
د شغلي امنیت او بېمې نشتون
په وروستیو کلونو کې د رسنیو په بې ساري ډول زیاتېدو سربېره، اوس هم خبریالان او رسنیز فعالان له شغلي امنیت څخه برخمن نه دي.
په ډېری مواردو کې لیدل شوي، چې رسنیو په خپل سري ډول د رسنیزو اخلاقو د معیارونو خلاف، خپل خبریالان او کارکوونکي د غیر مسلکي او د ژورنالیزم له معیارونو سره خلاف کار لپاره د فشار لاندې راوستي او په هغه صورت کې چې خبریال او یا کارکوونکي د ورته رسنیو د مسؤولینو د سلیقو له منلو او غیر معیاري کړنلارو ډډه وکړي، له کاره ایستل کېږي.
د ۱۳۹۰ کال په سلواغی میاشت کې په کابل کې له اریانا تلویزیون څخه د اووه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ایستل او تر فشار لاندې راوستل، د ورته کړنو له ښکاره بېلګو څخه دي.
د بیمې نشتون او غیر عادلانه او د رسنیو له سلیقو سره سم کاري هوکړه لیکونه چې له مخې یې خبریالان او رسنیز کارکوونکي له ناکافي معاش او د اضافه کاري په پام کې نه نیولو سره ټاکل کېږي، د رسنیو د خاوندانو د غیر معیاري کړنو له نورو عمده مواردو څخه دي.
د دولت او مسلح مخالفینو ونډه
د افغانستان دولت تل ویلي، چې د رسنیو د ازادي مدافع او ملاتړی دی او یادې برخې ته ژمن دی، خو هغه څه چې تر اوسه لیدل شوي دا دي، چې دا ژمنه په ريښهیي ډول له دولت څخه نه بلکې په انفرادي ډول وه.
په داسې حال کې چې د اساسي قانون د ۵۰مې او د رسنیو قانون د ۵مې مادې پر بنسټ اطلاعاتو ته لاسرسی د هېواد د وکړو طبیعي حق شمېرل کېږي او د افغانستان دولت نه دي غوښتلي او يا نه دی توانېدلی، چې د قانون دا برخه پلي کړي.
د ولایتونو او مرکز په کچه ځيني لوړپوړو دولتي چارواکو د بېلابېلو پېښو په تړاو د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.
خبریالان او رسنیز فعالان اوس هم په بېلابېلو پلمو د دولت له لوري نیول کېږي او تر فشار لاندې راځي او وسله وال مخالفان هم خبریالان د هغو پېښو او موضوعاتو د پوښښ له امله چې د هغوی د ګټو خلاف وي، ګواښي او یا د فشار لاندې راولي.
په دې شرایطو کې په افغانستان کې رسنیز فعالیت له زياتېدونکو ستونزو او ننګونو سره مخ دی، له طالبانو سره د خبرو اترو موضوع، چې د افغانستان اساسي قانون ردوي او پر مدني او رسنیزو ازاديو هېڅ باور نه لري، د افغانستان د رسنیزې ټولنې د نا څرګندې راتلونکې په اړه د افغانستان د رسنیزې ټولنې اندېښنې زیاتې کړي دي.

