په یوه وخت د اریانا ټلویزیون د اوو خبریالانو استعفا

كابل، ۲۷ دلو ۱۳۹۰

د اریانا ټلویزیون ۷ خبریالانو د "د کاري محدودیت زیاتوالي او د کورنیو او بهرنیو فشارونو له لارې ځان سانسورۍ" له امله په دې رسنۍ کې له کار کولو استعفا ورکړه.

د سیاسي خپرونو مسوول او چلوونکی نصیر فیاض، د ورزشي خپرونو خبریال او مسوول علي کاظمي، مصطفی سادات د خپرونې چلوونکی، د سیاسي خپرونو چلوونکي امین بابک، ویاند او چلوونکي احمد سیر بیات، د اقتصادي خپروونکو چلوونکي لطیف محمود او د سیاسي خپروونو چلوونکی اوخبر ویونکي اجمل عالم زي استعفا وکړه.

نصیر فیاض د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل چې د کاري محدودیتونو ادامه او بهرني او کورني فشارونه د دې لامل شول چې دی او شپږ نور خبریالان استعفا ورکړي.

د فیاض په وینا، د دې ټلویزیون مسوولینو په بېلابېلو خپرونو په ځانګړې توګه سیاسي او خبري خپرونو کې دخالت کولو او د یوه لوري ملاتړ به یې کاوه او تل به یې دا غوښتنه وه چې یو خبر یا خپرونه باید د ځينو خاصو کړیو په ګټه جوړه شي.

ده وویل؛ "د بیرونیو کړیو او ټلویزیون د مسوولانو دې غیر مسلکي کړنو او فشارونو زموږ لپاره وضعیت خسته کن کړ، دوی تر دې مخکې د حقیقت تحلیل سیاسي برنامه ځنډولې وه، د زوایې خپرونه یې هم وځنډوله او سربېره پر دې د ګام په ګام یوې ورته خپرونې جوړولو څخه یې هم مخنیوی وکړ."

فیاض زیاته کړه "د دې رسنیو مسوولانو تل هڅه کوله چې د خپلو ګټو لپاره هغه موضوع ګانې چې د افغانستان د ګټو او ځینو خاصو کړیو په ګټه نه دي، خپرې نه کړي."

د اریانا ټلویزیون سیاسي خپرونو دې استعفا کوونکي "بهرني فشارونه" په دې رسنۍ کې د ځان سانسورۍ یو بل لامل یاد کړ.

نصیر فیاض وویل: "په یوه خپرونه کې مې په افغانستان کې د ایران له سفیر فدا حسین مالکي سره مرکه وکړه او له ده مې وپوښتل چې د یوه سفیر په توګه څنګه ځان ته اجازه ورکوي چې افغانستان یو اشغال شوی هېواد وګڼي؟ او مالکي ځواب راکړ، اشغام لکۍ او ښکر نه لري او په دې برخه کې یې د بهرنیو ځواکونو له لوري د کورونو تلاشي کول او د افغانو ښځو تلاشي کولو ته اشاره وکړه."

ښاغلي فیاض وویل: "که څه هم د ایران سفیر ونه غوښتل چې دا مرکه دې خپره نه شي خو د دې خپرونې له خپرېدو سره د زاویي سیاسي او تحلیلي خپرونه وځنډېده."

د اریانا ټلویزیون مرستیال عزیز الله ارال د افغانستان خبریالانو له مرکز سره د خبرو اترو سربېره وغوښتل چې څرګندونې یې خپرې نه شي.

ده له دې مخکې بي بي سي ته ویلي وو چې د ایران له سفیر سره د اریانا ټلویزیون په مرکه کې "کوچنۍ ستونزې وې چې د دوی د ناراحتۍ لامل شوې"خو دا مسله د په رسنیزو سرغړونو د څارنې کمیسیون په منځګړیتوب حل شوه."

د اریانا ټلویزیون مسوولانو ویل چې د «زاویې» خپرونې ځنډول او د دې اوو کار کوونکو استعفا له دې خبرو سره کومه اړیکه نه لري.

رسنیزو سرغړونو ته د رسېدنې کمیسیون هم تایید کړه چې د ایران سفارت دې کمیسیون ته له اریانا ټلویزیون څخه شکایت کړی او دا شکایت د ارزونې په حال کې دی.

په افغانستان کې د رسنیزو اخلاقو نړیوال مرکز سفیر احمد قریشي هم په هېواد کې د فشارونو ډېرېدلو او غیر مسلکي کړنو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل، پر خبریالانو فشار او له دوی څخه د وسیلې په توګه ګټه اخیستل د رسنیزو اخلاقو خلاف دي او باید پای ته ورسیږي.

د قریشي په وینا، ځینې رسنۍ د کارمندانو د دندې ساتلو له مجبوریت څخه ناوړه ګټه اخلي او غیر مسلکي او له رسنیزو اخلاقو لیرې فعالیتونو ته ادامه ورکوي.

ده وویل: "بدبختانه په اوس وخت کې د رسنیزو اخلاقو داسې معیارونه چې د ټولو رسنیو د منلو وړ وي. نشته او حتی ځینې رسنۍ اخلاقي کوډونه له سره لري نه او یا له ګوندونو، سیاسي جریانونو او یا مذهبي او قومي حرکتونو سره په اړیکه د رسنیو اخلاق تر پښو لاندې کوي."

په افغانستان کې د رسنیزو اخلاقو نړیوال مرکز سفیر وویل چې دا ډول رسنۍ باید د رسنیزو اخلاقو مراعاتو او درناوي سره، د بې طرفه مسلکي فعالیتونو بنسټیز کولو لپاره په جدي توګه هڅه وکړي.