د افغانستان د ازادو رسنیو د ایتلاف رامنځ ته کول

كابل،‌ ۲۲ حوت ۱۳۹۰

د افغانستان د ازادو رسنیو ایتلاف د پژواک خبري اژانس، کلید خپرندوی ارګان او د صبا خپرونې موسسې (سبا ټلویزیون او نوا راډیو) په وسیله رامنځ ته شو.

دې ایتلاف د دې یوځایوالي د موخو په خبرپاڼه کې "د عامه نظریاتو ښکارولو او بحثونو رامنځ ته کولو کې د افغاني رسنیو د اغېز واقعي زیاتوالي" په اړه لیکلي.

پژواک خبري اژانس د افغانستان تر ټولو لوی غیر دولتي اژانس دی چې د افغانستان اړوند خبرونه او راپورونه په فارسي، پښتو او انګلیسي ژبو د هېواد د ننه او بهر مخاطبینو لپاره وړاندې کوي.

د صبا خپرندویه موسسه له سبا ټلویزیون چې په دوو چینلونو کې په ۱۱ ولایتونو کې خپرونې لري او همدارنګه نوا راډیو چې ۲۴ ساعته او په اوونۍ کې اووه ورځې په ۲۱ ولایتونو کې خپرونې لري، څخه جوړه شوې ده.

په کلید خپرندوی ارګان کې اته راډیو ګانې شاملې دي چې په ۲۴ ساعته توګه په اوونۍ کې اووه ورځې خپرونې کوي او همدارنګه له یوې همکارې شبکې سره له ۲۸ سیمه ییزو راډیو ګانو سره وصل ده. د کلید خپرندوی ارګان له ۱۳۸۱ل کال راوروسته دوه اوونیزې د کلید او مرسل په نامه خپروي او ټاکل شوې چې د «سپیده» په نامه کلتوري میاشتنې هم فعاله کړي.

د افغانستان ازادو رسنیو ایتلاف ویلي: "د دې ایتلاف غړي باور لري چې اوس هم عامه بحثونه د هغه موضوعاتو تر سیوري لاندې دي چې لویدیځې رسنۍ تمرکز ورباندې کوي او یا په هغه راویتونو پورې تړلې دي چې د وسله‌والو مخالفینو، امریکا، ناټو، حکومت او د هغه اړوندو بنسټونو او همدارنګه سازمانونو په وسیله رامنځ ته شوي دي."

د دې ایتلاف په وینا، اوس هم ولسمشر ځانګړې مرکې تر ډېره له بهرنیو رسنیو او په کمه اندازه له کورنیو رسنیو سره کوي او په اوس حال کې د افغانستان رسنۍ په اسانۍ عامه مالوماتو ته لاسرسی نه لري او دا وضعیت د ورځې په تېرېدو سره له ستونزمن کیږي.

د افغانستان ازادو رسنیو ایتلاف په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې د یوې ملي اجماع رامنځته کولو ملاتړ کوي چې افغانان په هغه کې اصلي رول ولري.

دا ایتلاف وایي چې د کورنیو رسنیو مالي ځان بساینه یې له لومړیتوبونو څخه دي او ټینګار کوي چې په دې برخه کې به د راډیویي او ټلویزیوني ډرامو د پوښښ او تولید سره په بېلابېلو موضوع ګانو تمرکز وکړي.

د افغانستان د ازادو رسنیو ایتلاف په دې برخه کې د یوه څلور کلن پروګرام جوړولو خبر ورکوي او ویلي یې دي چې هغه به له ټولو رسنیو او د افغانستان مدني ټولنې له بنسټونو سره شریک کړي.