کابل- ۲۲حمل ۱۳۹۱
د افغانستان ملي امنیت ویاند ویلي چې د «نور او تمدن ټلویزیونونه او انصاف ورځپاڼه له ایرانه» او «د ژوندون او شمشاد ټلویزیونونه له پاکستان» مرسته تر لاسه کوي او د دې دوو هېوادونو ګټو ته کار کوي.
د افغانستان ملي امنیت ادارې ویاند لطف الله مشعل دا موضوع نن په کابل کې په هغه غونډه کې وویل چې د «سولې په راوستلو کې د رسنیو انسجام» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د افغانستان د ځینو رسنیو نمایندګان او ځینو وزارتونو ویاندویانو ګډون کړی و.
د افغانستان ملي امنیت ویاند په افغانستان کې د "نظامي نفوذ" او "نظامي جګړې" او د هغه څه په اړه یې اندېښنه وښوده چې ده "له افغانستان څخه د ایران له امریکا د دښمنۍ انتقام" او "د (افغانستان) د خلکو تحریک" یاد کړل.
د افغانستان ملي امنیت ویاند زیاته کړه چې د «انصاف ورځپاڼه» د «دروغو خبرونو او ناسمو تحلیلونو» په خپرولو هڅه کوي په افغانستان کې د ایران ګټې خوندي کړي او د شته پروسې په اړه د خلکو ذهنیت تخریبوي.
مشعل وویل: «سوژې د تمدن ټلویزیون نه دي بلکې د ایراني کړیو لخوا ورکول کیږي او د نور ټلویزیون تر ډېره هغه کسان راغواړي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او د امریکا د نظامي اډو رامنځ ته کولو سره مخالفت لري او همدارنګه د دولت لاس ته راوړنې ناچیزه ګڼي.»
د ده په وینا د ملي امنیت مالومات ښيي چې «ایرانیان» له تمدن ټلویزیون سره چې د دې ټلویزیون پروګرام او پالیسي جوړوونکي دي، پرته له دې چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او بهرنیو چارو وزارت په جریان کې واچوي په ترتیب تګ راتګ کوي.
مشعل د فارس ایراني اژانس او انګلیسي ژبې پرس ټي وي شبکه د بهرنیو شبکو په نامه یاد کړل چې په افغانستان کې یې دفتر خلاص کړی، پرته له دې چې د بهرنیو چارو وزارت او اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه قانوني جواز تر لاسه کړي.
د افغانستان د ملي امنیت ویاند په شمشاد ټلویزیون کې د «پاکستاني جاسوسانو» به اړه وویل: «شمشاد ټلویزیون د بهرنیو چارو او اطلاعات او کلتور وزارت له خبرونې پرته دوولس بهرني کسان په کار ګمارلي، د شمشاد ټلویزیون مالي مدیر او د شمشاد ټلویزیون د یوې مهمې خپرونې جوړوونکي پاکستانیان دي او سوژه پاکستان ورکوي.»
ده زیاته کړه «هغه پاکستانی چې په ژوندون ټلویزیون کې کار کوي یو یو وخت د یوې پاکستانۍ ورځپاڼې مدیر و چې د افغانستان شدید مخالف و او اوس د ای اس ای سازمان یو فعاله استخباراتي غړی دی.»
ده ټینګار وکړ چې د افغانستان دولت له خبرونې پرته د بهرنیو شتون دا ښيي چې دوی د خپلو هېوادونو سیاسي موخې تعقیبوي.
لطف الله مشعل زیاته کړه: «زه ۸۰ سلنه ډاډه یم چې دغه دوولس کسان د ای اس ای (د پاکستان د پوځ د استخباراتو سازمان) جاسوسان دي، که جاسوسان نه وای ولې له رسمي لارو نه راتلل او په ټلویزیون کې یې دنده نه کوله.»
خو د تمدن او شمشاد ټلویزیونونو د مشعل د دې خبرو په غبرګون کې دا خبرې بې بنسټه او تور ګنلی دی او له ملي امنیته یې غوښتي چې د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره اسناد وړاندې کړي.

